Language

د سکاټلينډ لوبډله د افغانستان پر وړاندې په ١٢٥ منډو وسوځېدله

کابل ( پژواک ٢٢ کب ٩١ ) :د انټرکانټنينټال کپ سيالۍ په لړ کې د سکاټلينډ او افغانستان ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه پیل شوې او افغانستان د سکاټلینډ د ۱۲۵ منډو په ځواب کې د لومړۍ ورځې تر پایه پورې ۱۵۰ منډې جوړې کړې دي.

د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ دغه څلور ورځنۍ لوبه د کب په ٢٢مه، د متحده عربي په ابوظهبۍ ښار کې پيل شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې سکاټلينډ ته د لوبې بلنه ورکړه.

د افغانستان د تېز توپ اچوونکو ( بالرانو) د ښې لوبې له امله په يوه وخت کې د سکاټلينـډ نهه لوبغاړي په ٦٨ منډو سوځېدلي وو او اټکل کېده، چې د سکاټلينډ لوبډله به په ٧٠ منډو وسوځيږي.

خو د سکاټليند د ټېلر په نامه د يوه لوبغاړي د ښې لوبې له امله دسکاټلينډ مڼدې تر ١٢٥ پورې ورسېدې او له دې سره په اته دېرشم اوور کې يې ټوله لوبډله وسوځېدله.

سکاټلينډ لوبغاړي ٤٨ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

هوتک وايي ، چې دافغانستان له لوري عزت الله دولتزي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او د سکاټلينډ شپږ لوبغاړي يې وسوځول. دغه راز ميرويس  اشرف درې او سميع الله شينواري  يو لوبغاړى وسوځاوه.

د افغانستان ملي لوبډله پخپل لومړي اننګز کې د لومړۍ ورځې تر پایه پورې په پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۰ منډې جوړې کړې، شهزاد محمدي په ۳۰ منډو او رحمت شاه په ۱۵ منډو ولاړ دي  او نه دي سوځیدلی.

تر دې مخکې د افغانستان له لوري شبیرنوري ۳۳، نوروز منګل ۱۹ ،  اصغر ستانکزي ۴۱ منډې جوړې کړې او محب الله اوریاخیل په صفر وسوځید.

ددې لوبې په لومړي اننګز کې افغانستان له سکاټلینډ څخه منډې زیاتې کړې چې له امله افغانستان ته شپږ نومرې ورکړل شوې دي. او د انټرکانټنینټال کپ د نومرو په جدول کې یې دویم مقام خپل کړ، تر دې مخکې افغانستان په درییم مقام کې و.

افغانستان تر دې مخکې په اماراتو کې  له سکاټلينډ څخه دوه يو ورځنۍ او دوه شل اووريزې سيالۍ ګټلې دي.

افغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه او دغه ځل يې تر اوسه څلور لوبې کړې دي، دوه يې ګټلي، او دوه یې مساوي پاتې شوې دي.

په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.

تر اوسه پورې ايريلينډ له ٦٧ نومرو سره په لومړي مقام، افغانستان ۵۰ نومرو سره دویم ،  سکاټلينډ ٤٦ نومرو سره په دریم  مقام کې ځاى لري.

 

Related Topics