Language

د چپرهار ولسوالۍ يو ساتنمن ووژل شو

جلال اباد(پژواک٢٢کب،٩١): د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د پوليسو يو ساتنمن  د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال د دره نور ولسوالۍ په بمبه کوټ سيمه کې چاونه وشوه.

هغه زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې د چپرهار ولسوالۍ  يو ساتنمن جان علم چې په رخصتۍ کور ته تللى و، په دې چاودنه کې وژل شوى او يو بل تن ټپي دى.

مشرقيوال وايي ، چې د نامعلومو اشخاصو له لوري د نوموړي په کرولا موټر کې ماين ځاى پر ځاى شوى و.

د سيمې اوسېدونکى سلطان مير وايي ، چې په چاودنه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى، خو کرولا ډوله موټر په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته د نوموړي بريد مسووليت پر غاړه واخيسته او زياته يې کړه ، چې نوموړى د چپرهار ولسوالۍ د پوليسو قوماندان و.

د يادونې ده، چې له دې وړاندې د چپرهار مرستيال ولسوال هم په خپل کور کې د وسله والو له لوري وژل شوى و.

Related Topics