اسعد اباد ( پژواک ٢٢ کب ٩١ ) : د کونړ والي وايي ، له کومو ولسواليو څخه ، چې نړيوال ځواکونه وتلي ، په امنيت کې يې ډېر ښه والى راغلى دى.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي دغه څرګندونې د کب په ٢٢مه،له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې .
هغه زياته کړه، چې افغان امنيتي ځواکونه اوس تر پخوا ډېر روزل شوي او ښه تجهيز شوي هم دي او کولى شي د خلکو په مرسته د خپلو سيمو امنيت په ښه توګه وساتي.
نوموړي وويل ، له هغو ولسواليو څخه چې نړيوال ځواکونه وتلي ، امنيت يې تر پخوا ډېر ښه شوى او اوس خلک په ډاډه زړه پکې خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بيايي.
وحيدي د پېچ درې ولسوالي د بېلګې په توګه ياه کړه او ويې ويل ، چې بهرنيو ځواکونو دې سيمې ته د مرګ دره ويله، خو له کله چې دوى وتلي ، ددې سيمې امنيت ښه شوى دى.
د والي په وينا، پخوا وسله وال مخالفين د پېچ درې په لارو او سړکونو ولاړ وو، دولتي مامورين، قومي مشران او عام خلک يې ځورول ، خو له کله راهيسې چې ملي ځواکونه په دې دره کې ځاى پر ځاى شوي ، نو د مخالفينو فعاليتونه او خوځښتونه کم شوي دي.
هغه زياته کړه : (( اوس دا دره د ژوند په دره بدله شوې، هر څوک کولای شي چې پرته له وېرې په ياده دره کې سفر وکړي.))
وحيدي دغه راز وويل، چې د اسمار،غازي اباد او ناړۍ ولسواليو لويې لارې، چې پخوا د امنيت له پلوه ستونزمنې وې او خلکو خپلې سوداوې هم نه شو وړلى، خو اوس دا ستونزې په بشپړه توګه هوارې شوې دي.
د کونړ والي په دې ولايت کې د امنيت د لېږد په اړه وويل ، چې په درېيم پړاو کې ددې ولايت د مرکز او درېيو ولسواليو نرنګ، څوکۍ او نورګل امنيتي چارې افغان لوري ته وسپارل شوې.
هغه زياتوي ، دده وړانديز دادى چې په څلورم پړاو کې بايد چې د کونړ شپږ ولسوالۍ افغان ملي ځواکونو ته وسپارل شي.
سيد فضل الله وحيدي وايي، چې ددې ولايت د مرکز په ګډون پنځلس اداري واحدونه لري ، چې ټول د دولت په کنټرول کې دي، خو يواځې په چپه دره او غازي اباد ولسواليو کې ، چې له مرکز څخه ډېر لري دي، يو څه امنيتي ستونزې شته، چې دوى يې دهواري هڅې کوي.
نوموړي زياته کړه، چې ولايت يې له پاکستان سره ٢٦٠ کيلو متره اوږوده پوله لري، يواځې په څلورو ساحو کې د موټرو تګ راتګ کوي او دوى په همدې ساحو کې امنيتي پوستې اچولي او په ټوله پوله يې نه شي اچولى.
د هغه په وينا، کونړ يو غرنى او په ځنګلونو پوښلى ولايت دى ، نو که افغان ملي ځواکونه ښه مجهز شي، نو په اسانه توګه کولى شي د ټول ولايت امنيت وساتي.
وحيدي وويل چې ددې ولايت په ښه امنيت کې سيمه ييزو پوليسو مهم رول لوبولى، ځکه چې دا پوليس د همدې سيمې اوسېدونکي او د خپلو سيمو په اړه ښه معلومات لري.
د کونړ والي په دې ولايت کې د ښه امنيت بل لامل له ديني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او د سيمو اوسېدونکو سره دوامداره غونډې او خبرې اترې په ګوته کړل.
هغه وايي ،چې په دې ولايت کې عمليات په ګډې همغږۍ ترسره کېږي، خو له کابل څخه راغلي ځواکونه د ولايت په نه همغږۍ عمليات ترسره کوي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.
د پاکستانيو ځواکونو د بريدونو په اړه وحيدي وويل،چې په روان لمريز کال کې پاکستانيو ځواکونو پنځه زره توغندي توغولي،چې له امله يې تر ٦٠ پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه ، چې د مرکزي دولت د ډېرو ديپلوماتيکو هلو ځلو له امله له يوې مودې راهيسې دا بريدونه بند شوي او دا به وروسته معلومه شي، چې پاکستان په دې اړه پخپلو ژمنو څومره وفادار پاتې کېږي .
والي وايي ، چې دراتلونکي دوبي لپاره دوى بشپړ چمتو والی نيولی او مخالفينو ته به اجازه ورنه کړي ، چې ددې ولايت امنيت ګډ وډ کړي.
هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې قانون پر ملکي وګړو او دولتي چارواکو يو شان پلى کېږي او ګڼ شمېر دولتي مامورين ، چې په بېلا بېلو جرمونو تورن شوي وو، محکمو ته معرفي شوي دي.
وحيدي د بيارغونې په اړه وويل ، چې په دې ولايت کې ٢٥٧ کيلو متره سړکونه قير شوي، د ټولو ولسواليو او امنيه قوماندانيو ودانۍ جوړې شوي او د کونړ پر سيند په بېلا بيلو سيمو کې اوه لوى پلونه جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د تېرو درېيو لسيزو جګړو پر مهال ددې ولايت ځنګلونه په بې رحمۍ سره وهل شوي ، خو اوس يې دوى مخه نيولې او د بيا احيا لپاره يې يو ميليونه نيالګي کښينولي دي.
نوموړي واىي، چې د وټه پور ولسوالۍ د مناګي په سيمه کې د برېښنا کوټ چارې پيل شوې دي، چې دوه اعشاريه يو ميګاواټ برېښنا به توليد کړي .