جلال اباد(پژواک٢٢کب،٩١) : د کابل د څرخي پله له زندانه څخه ننګرهار زندان ته رالېږدول شوې په عمر قيد محکوم شوې شيرين ګل وايي، چې په ننګرهار محبس کې ورته رواني ناروغي پيدا شوې ده.
شيرين ګل څو کاله مخکې په ننګرهار ولايت کې يې له خپل خاوند او د کورنۍ له نورو غړو سره لسګونه قتلونه کړي وو، اوس په عمر قيد محکومه شوې ، خو د هغې خاوند، لېور او زوى يې اعدام شوي دي.
نوموړې د کب په ٢٢مه د ننګرهار په محبس کې له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې د څرخي پله په زندان کې يې له يوه بهرني سره شخړه کړې وه، چې له امله يې د ننګرهار محبس ته ولېږدول شوه.
خو هغې زياته کړه، چې اوس په دې زندان کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده او رواني ناروغي ورته پيدا شوې ده.
شيرين ګل وايي ، چې نهه کاله يې د څرخي پله په زندان کې تېر کړي او په دې وروستيو کې يې د ننګرهار محبس ته راليږلې ده.
نوموړې زياته کړه : (( له خارجي سره مې په خپل حق بحث کړى، نو هماغه و، چې راسره يې رخه ونيوه او زه يې د ننګرهار محبس ته راوليږلم. ))
شيرين ګل وايي ، چې د څرخي پله په زندان کې اوس هم د بهرنيانو، چې څه خوښه وي هماغه کوي، اکثره وخت د شخصي عقدې له امله بنديان نورو ولايتونو ته ليږي.
نوموړې وايي ، چې په ننګرهار کې يې هېڅوک نشته او پکار ده چې نوموړې بيرته د کابل څرخي پله زندان ته وليږدوي،ځکه نور يې په دغه زندان کې رواني تکليف پېدا کړى او که چېرې د څرخي پله زندان ته يې ونه ليږدوي، نو په ننګرهار کې به له اعصابو خلاصه شي.
د شرين ګل اوه کلنې لور مينه ګل هم پژواک ته وويل ، چې د ننګرهار په محبس کې يې زړه تنګ دى.
نوموړې وايي، چې دولت بايد دوى بېرته د کابل زندان ته انتقال کړي.
د ننګرهار د محبس امر سمونوال عبدالولي حصارک پژواک ته د يادې موضوع په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
هغه زياته کړه: ((دا موږ پورې مربوط نه ده.))
ياده دې وي ، چې د ننګرهار په زندان کې شاوخوا ٢١ ښځينه بنديانې موجودې دي.