هرات ښار (پژواک، ٢٢ کب ٩١): ناپېژاندو کسانو د بادغيس په مرکز قلعه نو کې د يوه ښوونځي ودانۍ ته بم غورځولى، چې له امله يې يوه برخه ويجاړه شوې ده.
د بادغيس د والي وياند سيد شراف الدين مجيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره شپه د قلعه نو ښار اړوند د خارستان په ښوونځي کې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې يې دوه خونې ويجاړې شوي او په کې شته لوازم له منځه تللي دي.
نوموړي د دغه کار پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او زياته يې کړه، هغوى غواړي له دې لارې د ښوونې او روزنې مخه ډب کړي.
خو وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت نه دى منلى او په تېرو وختو کې يې هم د خپلو کسانو له لوري د ښوونځيو د سوځېدو راپورونه رد کړي دي.
د مجيدي د معلوماتو له مخې، د خارستان ښوونځي ودانۍ تازه جوړ شوې، چې ٥٠٠ نارينه او ښځينه زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
د دې ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکي علي ګل پژواک ته وويل، نن سهار چې کله ښوونځي ته لاړ، نو يوه برخه يې نړېدلې وه.
ده زياته کړه: “د ښوونځي د څوکيو او کتابونو په سوځېدو سخت خپه شوم؛ دا خو نه انساني او نه هم اسلامي کار دى، حکومت يې بايد عاملين ونيسي.”
تېر کال هم د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو يوه ښوونځي ته اور اچولى وو.