Language

د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځى وتړل شو

جلال اباد (پژواک ٢٤ کب ٩١): د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلينو د بيا ځلې سوله ييز احتجاج له امله دغه پوهنځى تر نا معلومې مودې پورې تړل شوى دى.

 

محصلينو نن (د کب ٢٤مه) د پوهنځي دروازې تړلې او د تجربوي لېسې زرګونه زده کوونکي او د پوهنځي محصلين هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې دننه ولاړ شي او يا هم ترې راووځي.

 

د دغه پوهنځي د محصلينو مشر ناظم عمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى د ليليې تعمير تخريب شوى او ټولې خونې يې د باران پر وخت څاڅي.

 

هغه زياته کړه، يو شمېر محصلينو له دې امله خپلې خونې پرېيښي او په تدريسي خونو کې يې اړولي، چې د ليليي خونې د باران پر مهال څاڅي.

 

د عمري په وينا، تر هغو به پوهنځى تړلى وي، څو د ولسي جرګې وکيل حاجي ظاهر د دوى تعمير نه وي ور خوشى کړى.

 

د يادونې ده، چې حاجي ظاهر د ښوونې او روزنې پوهنځي د تعمير په يوه برخه کې د رڼا په نوم يو انسټيټيوټ فعال کړى دى.

 

عمري وايي، چې د تجربوي لېسې يو شمېر خونې هم د ښوونې او روزنې د پوهنځي دي او اوس مهال هغوى په کې اداري دفترونه جوړ کړي دي.

 

د ښوونې او روزنې پوهنځي يو بل محصل جمال وايي، چې د باران په ورځو شپو کې د دوى خونې دومره ډېرې څاڅي، چې د کېناستلو نه وي.

 

هغه زياته کړه: ((زموږ حق حاجي ظاهر لاندې کړى، په کار ده چې موږ ته دا تعمير پرېږدي.))

 

دى وايي، چې د ولسي جرګې له غړي حاجي ظاهر قدير سره يې څو ځلې دا خبره شريکه کړې خو د هغه له لوري کوم مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.

د سميع الله په نوم يوه بل محصل بيا پر يو شمېر رسنيو نيوکه کوي، چې څو ځلې يې د رڼا انستيټوټ د تعمير مسئله راپورته کړه خو ځينو رسنيو د حاجي ظاهر له وېرې پرې هېڅ راپور خپور نه کړ.

 

دى وايي، که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، نو دوى به خپل سوله ييز لاريون ته دوام ورکړي او وروسته ښايي په تاوتريخوالي هم بدل شي.

 

بلخوا د ننګرهار پوهنتون رييس محمدصابر مومند پژواک ته ومنله، چې د ښونې او روزنې پوهنځي د ليليي تعمير زوړ دى او له بله پلوه محصلين هم په کې ګڼ مېشت دي.

 

دى وايي، چې څو ځلې يې له حاجي ظاهر قدير سره د رڼا انسټيټيوټ د ودانۍ په اړه خبرې کړې خو نوموړي څو کاله وړاندې ترې د وخت اخيستو غوښتنه کړې وه.

 

هغه زياته کړه: ((بار بار ما له هغه څخه دا غوښتنه کړې وه خو تر اوسه پورې کومې خاصې نتيجې ته نه يو رسېدلي.))

 

دى وايي، يو ځل بيا به دغه ستونزه له حاجي ظاهر قدير سره شريکه کړي، څو د ښونې او روزنې پوهنځي تعمير چې رڼا انسټيټيوټ په کې فعاليت کوي، دوى ته ور پرېږدي.

 

د پوهنتون رييس وړاندې وايي، د دغه پوهنځي د ودانۍ يوه برخه د تجربوي ښوونځي هم نيولې، چې د پوهنتون رياست او د پوهنې رياست ترمنځ په دې اړه خبرې روانې دي.

 

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د حاجي ظاهر نظر واخلي، خو ونه توانېد.

 

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى چې ځان د حاجي ظاهر قديراستازى او د حاجي ظاهر په مشرۍ سولې کاروان د ګوند غړى معرفي کوي پژواک ته وويل، چې د دې موضوع تر شا د يو شمېر سياسي خلکو لاسونه دي او غواړي حاجي ظاهر قدير بدنام کړي.

 

هغه پژواک ته وويل: ((دلته هم ځوانانو ته زده کړې ورکول کېږي، دا خو سوداګريز مرکز نه دى دا هم يو ښوونيز بنسټ دى.))

 

زمرى زياتوي، که چېرې بيا هم د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلين غواړي دوى د رڼا انسټيټيوټ له دې ځايه بل ځاى ته انتقال کړي، نو د سولې کاروان مشورتي بورډ به د دې موضوع په اړه مشوره وکړي او له هغه وروسته به يو تصميم ونيسي.

 

ياده دې وي، شاوخوا اته کال کېږي، چې د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدير له لوري د ښوونې او روزنې په يوه دوه پوړيز تعمير کې د رڼا په نوم يو انسټيټيوټ جوړ شوى چې په کې سلګونو زده کوونکو ته د انګليسي او کمپيوټر زده کړې په وړيا توګه ورکول کېږي.

 

د يادونې ده، د ښوونې او روزنې پوهنځى درې زره محصلين لري او له ډلې زر تنه يې ليليه دي.