کابل (پژواک ٢٥کب ٩١) : حامدکرزي امريکا د افغانستان دوست او ستراتيژيک متحد هېواد وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په باب يې خپلې وروستۍ څرګندونې يواځې د اصلاح په خاطر وبللې، نه ددغو اړيکو د خرابوالي په موخه .
له ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، حامدکرزي دغه خبرې تېره ورځ د (آزادې جرګې) په نامه د هيواد د بېلابېلو ولايتونو د خلکو په ګډون په هغه غونډه وکړې، چې د بي-بي-سي تلوېزيون او د ملي راډيو تلوېزيون په نوښت په ارګ کې جوړه او د برخه والو پوښتنو ته يې ځوابونه ويل .
حامدکرزى وايي: ((په داسې حال کې چې افغانستان يو بې وزلى او اړ هېواد دى ، د نړيوالې ټولنې او د امريکا د مرستو له امله مننه کوي، خو غواړي چې له امريکا او نورو هيوادونو سره يې اړيکې د افغانستان د ملي ګټو او واکمنۍ د درناوى پربنسټ ټينګې وي .))
ولسمشر کرزي امريکا يې د افغانستان دوست او ستراتيژيک متحد وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په باب يې خپلې وروستۍ څرګندونې يواځې د اصلاح په خاطر وبللې، نه ددغو اړيکو د خرابوالي په موخه.
کرزي ټينګار وکړ ، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ په هر راز اړيکوکې بايد د هېواد ګټې په پام کې ونيول شي .
ولسمشر زياته کړه ، څرنګه چې دواړه هېوادونه د دوه اړخيزو اړيکو په مهم پړاو کې دي؛ له دې امله طبيعي ده، چې هر لورى کوښښ کوي، چې د خپلو ګټو په دريځ ټينګار وکړي .
حامدکرزي وويل: ((موږ له امريکا سره نيکې اړيکې غواړو ، دوستي غواړو ، خو د دوو خپلواکو ملتونو ترمنځ دوستي.))
دده په خبره، چې دافغانستان خلکو له دې امله ده ته رايه ورکړې ، چې د هغوى ګټې په پام کې ونيسي .
ولسمشر زياتوي : ((افغانستان له نړيوالوسره خپلو اړيکو ته په تعقل او تدبير سره ګوري .))
حامدکرزي دافغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې پيچلې وبللې او ويې ويل، چې په دغو اړيکوکې وروستۍ ستونزې لکه له تروريزم سره د مبارزې د لارو چارو په باب دنه څرګندوالي، د افغانستان واکمنۍ ته دبګرام دزندان دبشپړې لېږدونې، د ملکي وګړو د سر د زيان د دوام او دافغانستان ملي واکمنۍ ته د نه درناوي په څېر د مسئلو له امله خړې پړې دي .
په دغه پروګرام کې د سرپل ولايت د بلوڅوخلکو په استازيتوب، د نجيب محمدحسن بلوڅ په نامه يو تن برخه وال په زندانونوکې د بې ګناه کسانو د شتون په باب ويل ، چې ولې بهرنيان زموږ بنديان موږ ته نه سپاري ؟ ده دغه راز د سولې د ارزښت په باب وويل چې سوله ښه امر دى .
ولسمشر ددغه د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ده زياتې هلې ځلې کړې دي، چې دبګرام زندان له بهرنيانو څخه تسليم شي .
حامدکرزي زياته کړه ، په بشپړ باور سره پوهيږي، چې په زندانونو کې بېګناه خلک شپې سبا کوي،خو ټينګار يې وکړ، چې د بنديانو د دوسيو د څېړنې په خاطر يې مشخص کمېسيونونه موظف کړي دي .
ولسمشر حامد کرزي په روانه اونۍ کې هلمند ولايت ته د سفر په ترڅ کې او دغه راز له هغه مخکې په کابل کې د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په يوه غونډه کې پر امريکا د روانې جګړې د څرنګوالي ، بګرام زندان سپارلو ، د خپلسرو عملياتو د بندولو ، له وسلوالو طالبانو سره په بهرنيو هېوادونو د بهرنيانو ناستې او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه توندې نيوکې وکړې، چې د ولسمشر دغو څرګندونو د هېواد دننه اوبهر بېلابېل غبرګونونه راوپارول .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP