ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غره د ښوېیدو له امله د کابل – جلال اباد لاره په درونټه کې بنده شوې

د غره د ښوېیدو له امله د کابل – جلال اباد لاره په درونټه کې بنده شوې

author avatar
15 Mar 2013 - 12:13
د غره د ښوېیدو له امله د کابل – جلال اباد لاره په درونټه کې بنده شوې
author avatar
15 Mar 2013 - 12:13

جلال اباد ( پژواک ۲۵ کب ۹۱) د کابل – جلال اباد لویه لار د لغمان اړوند د درونټې د تونل په دوه سوه مترۍ کې د غره د ښوېیدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

 د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د کب په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې له سختو بارانونو وروسته تیره شپه لس بجې د لغمان ولایت په اړونده سیمه کې د درونټې د تونل په دوه سوه مترۍ کې د کابل لور ته د غره د ښوېيدو له امله د کابل-جلال اباد لویه لاره په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

  خو هغه زیاته کړه ، واړه موټرکولی شي، چې د قرغیو ولسوالۍ له بای پاس سړک څخه په ګټې اخیستنې چې درونټه او سرخکان سره نښلوي تګ راتګ وکړي.

ځواک وایي ، چې اوسمهال په سیمه کې د لغمان د فواید عامې امریت، د ننګرهار د فواید ریاست او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورم حمایوي کنډک منسوبین په کار بوخت دي، تر څو لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي، خو د را پرېوتي غره د حجم زیاتوالی،د لویو تیږو شتون او د کافي وسایلو نشتوالی هغه څه دي ، چې د کار د چټکتیا مخه یې نیولې ده.

 د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي ټولو اړونده ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د لارې د خلاصون په برخه کې خپل کارونه چټک کړي، تر څو مسافر د لارې په اوږدو کې له ستونزو سره مخ نه شي.

 خو د لغمان د فواید عامې امر وایي، چې دوی په هڅه کې دي ، چې تر ماښامه پورې لاره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

 د سړک د بندېدو له امله دواړو لوریو ته سلګونه موټر ولاړ دي او مسافرین یې هم له سختو ستونزو سره مخ دي.

د فیض الله په نامه د لوګر ولایت یو تن اوسیدونکي ، چې په یاده سیمه کې بند پاتې دی، پژواک اژانس ته وویل ، چې دی غواړي خپل ناروغ د پيښور ښار ته ولیږدوي، خو دسړک بندوالي له امله یې د ناروغ وضعیت خراب شوی دی.

هغه له اړوندو مسوولینو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د لارې د خلاصولو هڅې وکړي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.