کابل ( پژواک ۲۵ کب ۹۱ ) : د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د اسيا د ايليټ جام سياليو کې د ګډون په موخه د تياريو په لړ کې د پاکستان په لاهور ښار کې خپل تمرينات پيل کړي دي.
د ځوانانو د لوبډلې منېجر شېراغا همکارد کب په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې روزنيز پروګرام پر مهال لوبغاړو ته د کرکټ لوبې د بېلا بېلو تخنيکونو، تکتيکونو، فټنس او بنسټيزو مهارتونو په اړه د دوو ملي روزونکو دولت احمدزي ، حاجي ولي امين او فزيو لخوا روزنه ورکول کېږي .
نوموړی وایي چې په لاهور کې د اوسېدو پرمهال به د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډله له بېلا بېلو ځايي لوبډلو لس تمريناتي لوبې هم ترسره کوي .
هغه زياتوي چې ددې روزنيز کمپ په پاى کې به داسيا دايليټ جام سياليو لپاره له ٢١ کسانو څخه ١٤ کسيزه لوبډله وټاکل شي.
د ۱۹ کلنو د لوبډلې لوبغاړي فرید ملک پژواک اژانس ته وویل چې دوی ته په دې روزنیز کپ کې د کرکټ د بیلا بیلو تخنیکونو په اړه روزنه ورکول کیږي.
هغه د افغانستان کرکټ بورد څخه مننه وکړه، چې دوی لپاره یې دا ډول پروګرامونه په لاره اچولي دي چې له امله یې ددوی په لوبه کې مثبت بدلونونه راځي.
د اسيا ايليټ جام سيال د مى د مياشتې په درېيمه په ماليزيا کې پيليږي چې پکې افغانستان، نيپال، قطر، هانګ کانګ، امارات، بحرين، ماليزيا، تايلينډ،سعودي عربستان او کويټ ګډون کوي. ددې سياليو ګټونکې لوبډله به د ٢٠١٤ کال د ١٩کلنو لوبډلو د نړيوال جام په غوراوي سیالیو کې چې ټاکل شوې په روان زیږدیز کال کې په ا ماراتو کې ترسره شي، ګډون کوي.
افغانستان د ون ډی دریځ لرلو او امارات د کوربه هیواد له امله لا دمخه د غوراوي سیالیو ته لاره موندلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP