کابل ( پژواک ۲۶ کب ۹۱ ) : دامریکا ددفاع وزیر ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د بګرام زندان د چارو دسپارلو لپاره دیوې اونې وخت وغوښت.
له ارګ څخه د کب په ۲۶مه، پزواک خبري اژانس ته به یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دي چې دامریکا ددفاع وزیر چک هیګل ماښام مهال ولسمشر حامد کرزي ته ټیلیفون کړی و.
سرچینې زیاته کړې نوموړي له ولسمشر څخه د بګرام زندان د چارو دبشپړ سپارلو لپاره دیوې اونۍ وخت وغوښت او زیاته یې کړه، چې په یوه اونۍ کې به دا چارې ترسره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر کرزي د امریکا ددفاع وزیر غوښتنه ومنله او هغه ته یې یوه اونۍ وخت ورکړ، خو په ډاګه یې کړه، چې امریکا پخوا څو څو وارې دغه کار ځندولی دی.
ولسمشر غوښتنه وکړه، چې دا ځل باید دبګرام د زندان دسپارلو پروګرام دافغانستان ملي حاکمیت په نظر کې نیولو سره عملي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP