جلال اباد (پژواک ٢٦ کب ٩١): د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځى وروسته له هغه د محصلينو پر مخ پرانيستل شوى، چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو وکيل حاجي ظاهر قدير د دغه پوهنځي د يوې ودانۍ د خوشې کولو ډاډ ورکړ.
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي سلګونو محصلينو د تېرې پنجشنبې د احتجاج په توګه د پوهنځي او ليليې د ودانيو دروازې وتړلې او شکايت يې وکړ، چې د ليليې ودانۍ د اوسېدو لپاره مناسبه نه ده او يوه بله ودانۍ يې د رڼا ښوونيز مرکز نيولې ده.
دوى ويل، که چېرې حاجي ظاهر قدير دوى ته د پوهنځي تعمير، چې رڼا انسټيټيوټ په کې دى؛ پرې نه ږدي نو پوهنځى به يې تر هغې تړل شوى وي، تر څو دوى خپل حق نه وي ترلاسه کړى.
د دغه پوهنځي د محصلينو ناظم عمري د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د حاجي ظاهر قدير مرستيال ابرارالله مراد له دوى سره ژمنه کړې چې سبا ورځ (يکشنبې) به دوى ته تعمير خوشى کوي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې تر سبا موږ ته دغه ودانۍ خوشې نه شي نو موږ بيا پوهنځى وتړو.))
د ده په خبره، د ستونزو د حل په موخه يې د ولايت له مقام سره هم خبرې کړې، چې هغوى هم ورسره د حل وعده کړې ده.
د دغه پوهنځي يو بل محصل نصيراحمد پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا هم ورسره حاجي ظاهر قدير ژمنې کړې، خو دا ځل دوى په کلک هوډ راوتلي او که چېرې د پوهنځي ودانۍ دوى ته پرې نه ښودل شي نو دوى به بيا هم په احتجاجي ډول پوهنځى بند کړي او پراخ لاريونونه به وکړي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د حاجي ظاهر قدير نظر واخلي، خو بريالى نه شو.
خو د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمري چې ځان په ننګرهار کې د حاجي ظاهر استازى معرفي کوي، پژواک ته وويل، دوى محصلينو ته ويلي چې څو کسان دې کابل ته ورشي تر څو پر دې موضوع د ولسي جرګې له غړي حاجي ظاهر سره له نږدې وګوري.
دى وايي: ((په دې ځاى کې سوداګري نه کېږي بلکې ځوانانو ته وړيا زده کړې ورکول کېږي.))
د زمري په خبره، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلينو تر شا يو شمېر سياسي لاسونه دي چې غواړي د حاجي ظاهر قدير شخصيت ته تاوان ورسوي.
ياده دې وي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ښوونې او روزنې پوهنځي په يوې دوه پوړيزې ودانۍ کې د رڼا په نوم انسټيټيوټ د سولې کاروان د ګوند تر چتر لاندې فعاليت کوي او ځوانانو ته وړيا زده کړې ورکوي.