Language

غزني کې دوه سيمه ييز پوليس ووژل شول

غزني ښار (پژواک ۲۶ کب ۹۱): په غزني کې چارواکي وايي، چې تېره شپه ناوخته د ښار اړوند سيمه کې دوه سيمه ييز پوليس د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند فضل سباوون د کب په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د خدايداد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه پوليس په سيمه کې روان وو، چې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلل او دواړه ووژل شول.

سباوون وايي، چې دغه سيمه ييز پوليس د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي وو او دنده يې هم په دې ولسوالۍ کې ترسره کوله.

د غزني روغتون يوه نوکريوال ډاکټر محمداکرم پژواک اژانس ته ومنله، چې د شپې ناوخته ورته د دوو سيمه ييزو پوليسو جسدونه ور وړل شوي دي.

د يادونې ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په غزني ښار کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي وو او تېره مياشت په اندړو ولسوالۍ کې ١٧ نور سيمه ييز پوليس د طالبانو له خوا وژل شوي وو.

Related Topics