هرات ښار (پژواک ٢٦ کب ٩١): د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې تېره شپه سېلابونو لسګونه کورونه ړنګ کړي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سېلاب د ښار لومړۍ او دويمه ناحيه ډېره ځپلې، د خلکو ډېرى کورونه يې ړنګ کړي او سامانونه يې اوبو وړي دي.
مجيدي د پېښې د تازه والي له امله د زيانونو کچه دقيقه معلومه نه کړه، خو زياته يې کړه، چې د بېړنيو مرستو ادارې، عامې روغتيا او سرې مياشتې له خوا د مرستو او تاوانونو د څېړنې چارې پيل شوې دي.
د والي وياند وويل، دوى ډېر وسايل او امکانات نه لري، چې له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د بادغيس ښار د لومړۍ ناحيې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې سېلاب د ده د کور په ګډون د ګاونډيانو کورونه ړنګ کړل.
هغه زياته کړه، ځايي اداره له مخکې د سېلابونو له ګواښونو خبر ورکړى و، خو هغوى هېڅ احتياطي اقدامات ونه کړل.