Language

په  اسلام کلا  کې ٧ موټره توکي له ګمرکي محصول پرته ونيول شول

  هرات ښار (پژواک، ٢٦ کب ٩١): د هرات امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت د اسلام کلا په بندري ښارګوټي کې يې ٧ موټره د قاچاق په تور نيولي دي.

 د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو ٣٠٣ډوله بس موټرو کې، چې د کډوالو لپاره د کاليو له نوم څخه په ناوړې ګټې اخيستنې يې ممنوعه توکي پټ راوړي وو، نيولي دي.

 د ده په خبره، په دې توکو کې يو ډول پټاقۍ هم موجودې وې، چې د ماين په چاودنو کې ترې کار اخيستل کېږي.

 ده زياته کړه، نورو کاليو کې بېلابېل ډول سوداګريز توکي شامل دي، چې سوداګري يې منعه نه ده، خو موټرچلوونکو غوښتل چې له ګمرکي محصول پرته يې راداخل کړي.

 د هغه په وينا، موټر يې له توکو سره يوځاى ګمرک او موټرچلوونکي، چې هويت يې نه دى معلوم، عدلي او قضايي ادارو ته د څېړنې په موخه لېږلي دي.

 د هرات د ګمرک رييس خليق الله پژواک ته وويل، په اسلام کلا کې د ۷ مسافري موټرو له درېدو څخه خبر شوي دي، خو لا هم پوليسو په رسمي ډول ګمرک ته نه دي تسليم کړي. 

 ده زياته کړه، د اداري پړاوونو له تېرېدو وروسته به د يادو شويو توکو ګمرکي تعرفې اجرا شي.

 دى وايي، په روان کال کې د کډوالو له نوم څخه په ناوړې ګټې اخيستنې مخکې هم څوځله يو شمېر کالي هېواد ته د راوړلو پرمهال نيول شوي، چې دوى په همغه وخت کې دا موضوع له اړوندو امنيتي ادارو سره شريکه کړې ده.

 د هرات ګمرک دوه اونۍ مخکې هم، ۷۲ ټنه بې کيفيته اوړه له ايران څخه د راوړو پر مهال کشف او له منځه وړي وو.

 
 

Related Topics