Language

اته سرحدي پوليس له طالبانو سره يوځاى شول

 هرات ښار (پژواک ٢٧ کب ٩١): د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د اتو سرحدي پوليسو د يوځاى کېدو خبر ورکړل شو.

 د هرات يوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د کب په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا درې بجې د رباط سنګي د ګله چاه امنيتي پوستې اته پوليس له وسلو سره يوځاى تښتېدلي دي.

 سرچينې زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، دا کسان د سيمې له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي، خو پوليسو يې په اړه جدي پلټنې پيل کړې دي.

 پژواک هڅه وکړه، په دې اړه په لوېديځ زون کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال شېراحمد ملداني نظر واخلي، خو دمګړۍ هغه په دې اړه څه ونه ويل.

 خو طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته د ټېلېفوني پيغام له لارې ويلي، چې په رباط سنګي ولسوالۍ کې اووه پوليس له دوى سره يوځاى شوي دي.

 ده زياته کړې، هغوى له ځان سره دوه پيکا، ٥ کلاشينکوفونه او يو راکټ له يوې اندازې مهماتو سره هم راوړي دي.

 هېره دې نه وي، چې يوه مياشت وړاندې هم، د لوېديځ زون اړوند په بادغيس ولايت کې شپږ سرحدي پوليس له طالبانو سره يوځاى شوي وو.