Language

ننګرهار کې د سيمې په کچه لوى دارالعلوم جوړېږي

جلال اباد (پژواک ٢٧ کب ٩١): د پوهنې وزير په ننګرهار ولايت کې د ١٩٢ ميليونه افغانيو په لګښت د پوهنې په برخه کې يوه پروژه پرانيسته او د بلې د بنسټ ډبره يې کېښوده.

د پوهنې وزير فاروق وردګ د کب په ٢٧مه د جلال اباد د نجونو په يوه لېسه کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او تر هغه وروسته يې د يادې پروژې پرانيسته وکړه.

د پوهنې وزير د ننګرهار د عالي دارالمعلمين د ليليې نوې جوړه شوې ودانۍ پرانيسته او په روداتو ولسوالۍ کې يې د يوې لويې ديني مدرسې د بنسټ ډبره هم کېښوده.

هغه د ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار د عالي دارالمعلمين د ليليې پر ودانۍ ١٠٠ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې دا ليليه دوه ودانۍ د نجونو او هلکانو لپاره لري او دوه پوړيزه جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دې ودانۍ لپاره ټول اړين محلقات هم جوړ شوي دي.

د پوهنې وزير دغه راز د جلال اباد-تورخم پر لويه لار، د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي په سيمه کې د ٩٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى دارالعلوم د بنسټ ډبره هم کېښوده.

دى وايي: ((دا به د سيمې په کچه يو لوى دارالعلوم وي.))

د پوهنې د وزير په خبره، چې په ياد دارالعلوم کې به اسلامي علوم د دوکتورا تر کچې لوستل کېږي، تر څو ځوانان د اسلامي زده کړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته اړ نه شي او ياد دارالعلوم ته به د زده کړو په خاطر له ګاونډيو هېواد څخه هم محصلين راځي.

ډاکتر فاروق وردګ وويل، په راتلونکي کال کې د ننګرهار د پوهنې رياست کولى شي ، چې د څلور ميليونه ډالرو په لګښت ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

نوموړى وايي، چې د راتلونکي کال تر وروستيو به دا پيسې ١٤ميليونه ډالرو ته ورسول شي.

وردګ وايي، په اوس وخت کې په ټول ننګرهار کې ٨٥٥ تعليمې موسسې لري او په راتلونکي کال کې به يې شمېر ٩٤٠ ته لوړ شي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه په ننګرهار کې د ٥٦ ميليونه ډالرو په ارزښت ښوونځي جوړ شوي، خو دا د ننګرهار لپاره بسنه نه کوي او دوى په پلان کې لري ، چې د ننګرهار په هرې ولسوالۍ کې الحاقيې جوړې کړي، څو د خلکو د زده کړې په کچه کې زياتوالى راشي.

د پوهنې وزير د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ګواکې د ننګرهار د پوهنې په رياست کې حزبي برخورد کېږي او ټول کارونه په ګوندي سيستم وېشل شوي، وويل، چې د يادې ستونزې په اړه ناخبره دى او وروسته له دې به په جدي ډول ولايتي چارواکو ته لارښوونه وکړي، تر څو دا ډول ستونزې بيا تکرار نه شي.

Related Topics