Language

جلال اباد (پژواک ٢٨ کب ٩١): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د کابل پوهنتون د استاد لال پاچا ازمون د لسو يونليکونو مخکتنه وشوه.

دغه غونډه، چې نن په جلال اباد کې د نظراباد علمي او کولتوري ټولنې له لوري جوړه شوې وه، په کې د لرې او برې پښتونخوا سلګونو شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړى وو.

د نظراباد د علمي او کولتوري ټولنې مشر قاضي محمدحسن حقيار د کب په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهندوى استاد لال پاچا ازمون په لسو يونليکونو باندې يې نن د مخکتنې غونډه نيولې وه.

ده زياته کړه، چې د ازمون په لسو يونليکونو په لسګونه د لرې او برې پښتونخوا ليکوالو ليکنې کړې وې.

دى وايي، د ټولنې غړو يې د خپلو مشرانو نمانځنې پسې مټې رانغښتې دي او تل  کوښښ کوي ، چې خپل مشران ونمانځي.

د امنيت د لېږد بهير مسوول ډاکټر اشرف غني احمدزى، چې د استاد ازمون پر کتابونو يې ليکنه کړې وه، وايي، د ازمون ټول يونليکونه که له يوې خوا لوستونکي د بېلابېلو سيمو له دود او دستور سره اشنا کوي، له بله پلوه يې ژبه خوږه او له حقيقته ډکه ده.

ده زياته کړه: “د ازمون د کتاب هره کرښه د پښتون د زره زره زړه چاودون او د کړېدلي او ځورېدلي ولس ښکارندويي کوي.”

نوموړى، ازمون يو علمي او ادبي شخص ګڼي او وايي، د ده نوم به تل د ادب په ډګر کې ځلانده وي.

له لرې پښتونخوا څخه راغلي مېلمه پروفيسور اسيرمنګل پژواک ته وويل، چې په ختيځه سيمه کې که د پښتو ادب لپاره ډېر کار شوى، هغه د استاد ازمون له لوري شوى دى.

دى وايي، د نوموړي د يونليکونو ژبه ساده او روانه ده.

منګل زياتوي، ازمون د يونليکونو په ليکلو کې تر اخري بريده کوښښ کړى، څه يې چې ليدلي، هماغه يې ليکلي دي.

ده زياته کړه: “د استاد يونليکونه ډېر خواږه دي، داسې خواږه چې سړى نه پرېږدي چې بل خوا
ترې لاړ شي.”

د نوموړي په خبره، په هنري ژانرونو کې تر ټولو مهمه خبره تلوسه ده، چې دغو اصولو ته استاد ښه پام کړى دى.

د لرې پښتونخوا يوه بله شاعره او ليکواله سيده حسينه ګل تنها هم د ازمون يونليکونه ستايي او وايي، د هغه د يونليکونو نومونه له هر څه ډېر خوندور  او لنډ دي، چې له تلوسې ډک دي.

د هغې په وينا: “ځينې ځينې ځايونو کې استاد لږ له طنزه کار اخيستى او په ډېرو خوندورو
الفاظو کې يې موضوع روښانه کړې ده.”

نوموړې پر نورو فرهنګي ټولنو هم غږ وکړ، چې د خپلو مشرانو نمانځنه دې وکړي، ترڅو دوى نور هم وهڅول شي، چې پښتو ادب ته خدمت وکړي.

ياده دې وي، چې پوهندوى ازمون تراوسه پورې له ٦٠ زيات علمي او هنري اثار ليکلي دي.

همداراز د يوه بل خبر له مخې، د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه لس کلنه شوه.

د دغې ټولنې لسمه کاليزه هم، نن د جلال اباد د ښاروالۍ په تالار کې د سلګونو فرهنګيانو له لوري ونمانځل شوه.

د دغې ټولنې مرستيال محمداصف شينواري پژواک ته وويل، دغه ټولنه يې په ١٣٨١ کال کې جوړه کړې، چې تر اوسه پورې يې په سلګونو ټوکه کتابونه چاپ کړي او همداراز يې د لسګونو نړيوالو او سيمه ييزو فرهنګي غونډو کوربتوب هم ترسره کړى دى.

 

Related Topics