هرات ښار (پژواک، ٢٨ کب ٩١): د هرات چارواکي وايي، چې د دې ولايت له محبس څخه د يوه طالب قوماندان د تښتېدو په تور د دې محبس لس کارکوونکي نيول شوي دي.
د هرات د والي وياند محي الدين نوري نن پژواک خبري اژانس ته وويل، په نيول شويو کسانو
کې د محبس ټيټ پوړي او لوړ پوړي پوځي مامورين شامل دي.
خو نوموړي د هغوى هويت څرګند نه کړ.
تېره اونۍ د هرات له محبس څخه يو تن په تېښته بريالى شو، چې د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر ګل احمد رامش يې نوم قاري غلام رسول ښودلى و.
ده زياته کړې وه، نوموړى د هرات د غوريانو ولسوالۍ اصلي استوګن دی، دوه کاله وړاندې تر نيول کېدو وروسته د ملي امنيت د محکمې په ترڅ کې ورته د حکومت په ضد د يوې وسله والې ډلې د مشرۍ په تور د ۲۰ کاله بند سزا اورول شوې وه، خو تېره اونۍ د ملاقات کوونکو کسانو له جامو په استفادې له محبسه وتښتېده.
د هرات د څارنوالۍ مشر هم له پېښې سره په تړاو د زندان د لسو کارکوونکو توقيف تاييد کړ، خو ده هم د نيول شويو کسانو د هويت له ښودلو څخه ډډه وکړه.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته په رالېږل شوي ټېلېفوني پيغام کې ويلي، چې قاري غلام رسول تر تېښتې وروسته د دوى له ليکو سره يوځاى شوى دى.