Language

د هرات – دلارام د لويې لارې قوماندان ووژل شو

هرات ښار (پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : د هرات – دلارم د لويې لارې د پوليسو قوماندان د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو .

د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه نن له غرمې مخکې د شينډنډ د شبزاب خرما په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې په ياده سيمه کې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر چاودنه شوې، چې له امله يې د يادې لويې لارې د ساتنې قوماندان وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان دي.

نور وويل، چې ټپيان روغتون ته رسول  شوي او ډاکټرانو يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلى دى.

ولسوال وايي، چې ياد پوليس د لارې دامنيت په موخه پر ګزمې بوخت وو، چې د چاودنې ښکار شول.

يوې بلې امنيتي سرچينې د وژل شوي قوماندان نوم خدايداد ياد کړ او  ويې ويل ، چې چاودنه نن سهار په لس نيمو بجو شوې ده.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics