Language

په ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه شول

غزني ښار (پژواک ۲۹ کب ۹۱): د غزني چارواکي وايي، چې د دې ولايت په مرکز کې د ترافيکي پېښې له امله درېيو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن (د کب ٢٩مه) له غرمې وروسته د غزني ښار د روضې په سيمه کې يو کرولا موټر له ټېلر موټر سره جنګېدلى، چې په پايله کې يې په کرولا کې سپاره درې تنه مړه شوي دي.

ده زياته کړه، په دې اړه پلټنې روانې دي، ترڅو ملامت لورى معلوم کړي.

د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، درې تنه نارينه، چې په ترافيکي پېښه کې مړه شوي، ور وړل شوي دي.

Related Topics