Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ايساف : د وردګو د موضوع په اړه له افغان حکومت سره پرېکړې ته ورسېدو

کابل ( پژواک ٣٠ کب ٩١ ) : ايساف او د افغانستان حکومت د ميدان وردګو د موضوع په اړه يوې پرېکړې ته ورسېدل.

په کابل کې د سوله ساتو نړيوالو ځواکونو ( ايساف) مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايساف لوى قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ نن سهار وخته ولسمشر حامد کرزي سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، چې ددې ليدنې پر مهال دواړو مشرانو د ميدان وردګو موضوع په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې .

جنرال ډانفورډ ويلي : (( زه په ډېرې خوښۍ سره اعلان کوم، چې ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان ددفاع او کورنيو چارو  وزراتونو له مشرتابه سره مې ډېرې مثبتې او ګټورې خبرې وکړې ، ددې خبرو په پايله کې د وردګو د موضوع  په اړه پر يوه پلان  پرېکړې ته سره ورسېدو.))

نوموړي زياته کړه ، چې ددې پلان له مخې به په دې نا امنه ولايت کې د امنيت دلېږد پروسې ته ادامه ورکول کېږي او په دې ولايت کې به د خلکو او د نړيوالو ځواکونو امنيتي اړتياوې په پام کې نيول کېږي .

د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي، چې له افغان حکومت سره د شوې پرېکړې له مخې به تر ټولو مخکې د ميدان وردګو  نرخ ولسوالۍ په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، چېرته چې اوس د نړيوالو ځواکونو په همکارۍ سيمه ييز پوليس فعاليت کوي.

سرچينه زياتوي، چې ډېر ژر به افغان ملي ځواکونه دغې ولسوالۍ ته د امنيت د ټينګولو په موخه ولېږل شي .

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نرخ ولسوالۍ ته د افغان ملي ځواکونو له راتګ سره سم به په دې ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو او نړيوالو ځواکونو ته د پاتې کېدو اړتيا نه وي .

ايساف وايي، چې د ميدان وردګو ولايت د نورو سيمو د امنيت دلېږد پروسه به له وخت سره سم روانه وي.

د ايساف لوى قوماندان جنرال ډنفورډ ويلي ، چې د وردګو د موضوع په اړه پرېکړې ته په رسېدو يې له ولسمشر حامد کرزي مننه کړې.

هغه زياته کړې : (( دغه نوى پلان د ولسمشر حامد کرزي له هغو څرګندونو سره سمون خوري ، چې د افغانستان د ملي ځواکونو صلاحيت او وړتيا زياته شوې  او د خپلو سيمو د امنيت ساتلو وړتيا لري.))

جنرال ډنفورډ د وردګو په موضوع پرېکړې ته رسېدل بريا ګڼلې او زياته کړې يې ده ، چې دا به د امنيت د لېږد پروسې برياليتوب  ته لاره هواره کړي.

ايساف وايي ، چې نرخ ولسوالۍ ته د افغان ملي ځواکونو د لېږد  مهال وېش به دافغان حکومت حکومت له خوا اعلان شي.

د يادونې  ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ميدان وردګو خلکو په دې ولايت کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو له ځورونو او د بې ګناه خلکو د وژلو په اړه شکايتونه کول.

 دغه شکايتونه تر ارګ او ملي شورا هم ورسېدل.

ولسمشر شاوخوا دوه  اونۍ مخکې امر وکړ، چې د دوو اوونيو په ترڅ کې دې ځانګړي امريکايي ځواکونه له دې ولايت څخه ووځي، چې له دې وروسته د افغان حکومت او امريکا ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.