Language

تېر يو کال په لوېديځ زون کې د دولت ٣٥٠ مخالفين وژل شوي

هرات ښار (پژواک ٣٠ کب ٩١): افغان او ايساف ځواکونه وايي، چې د ١٣٩١ لمريز کال د لوېديځ زون په بېلابېلو عملياتو او امنيتي پېښو کې ٣٥٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٠٠ نور ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې په هغه راپور کې شوې، چې د ايساف او ملي اردو ځواکونو د وسله والو مخالفينو د ١٣٩١ لمريز کال د مرګ ژوبلې په اړه خپور کړى دى.

په دغه راپور کې، چې يوه کاپي يې د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، د دغه کال په اوږدو کې د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه يادونه نه ده شوې.

په راپور کې راغلي، چې پرون په دغه زون کې د ايساف ايټاليوي قوماندان جنرال رانيري (Dario Ranieri) د ملي اردو په مرکز کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو له قوماندان تورن جنرال تاج محمد جاهد او له ګڼو نورو لوړ پوړو افسرانو سره ګډه غونډه لرله او د تېر کال په فعاليتونو يې سره خبرې وکړې.

د ايساف دغه قوماندان وويل، چې له افغان ځواکونو سره په همغږۍ به خپلې چارې پر مخ وړي او د تېر کال فعاليتونه يې بريالي وبلل.

هغه زياته کړه، چې په دغه زون کې د امنيت د لېږد پروسه په ښه توګه پرمخ تللې او هوډ يې څرګند کړ، چې په راتلونکي کې په د دې پروسې وروستى پړاو هم په ښه توګه ترسره شي.

جنرال رانيري وايي، د بادغيس، هرات، فراه او غور ولايتونو، چې د دوى د ماموريت سيمې دي، په ۲۶ ولسواليو کې يې د امنيت واک افغان ځواکونو ته سپارلى او اوس دوى يواځې افغان ځواکونو ته مشورې او روزنه ورکوي.

هغه زياته کړه، چې ناټو به تر ٢٠١٤ کال وروسته په يوه نوي ماموريت کې له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

نوموړي، په دغه کال کې يې له افغان ځواکونو سره په ګډه ٧٢ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ٣٥٠ وسله وال طالبان وژل شوي، ١٦٠ ژوندي نيول شوي او ٢٠٠ نور ټپيان شوي او د دې ترڅنګ ٣٦٩ تورن او شکمن کسان هم نيول شوي دي.

د ايساف دغه جنرال ويلي، په دغه کال کې تر ٢٠٠ زيات وسله وال طالبان په دغه زون کې د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په دغه کال کې ګډو ځواکونو ۲۰۶ ميله وسلې او نهه ټنه مهمات نيولي او ٩٢٢ ماينونه يې شنډ کړي دي.

 وسله والو طالبان تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دى ښودلى.

Related Topics