Language

ختيځ کې د يوه کال ترافيکي پېښو تر ٥زره ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

جلال اباد (پژواک ٣٠ کب ٩١): په ختيځو ولايتونو او په ځانګړې توګه د کابل – جلال اباد پر لويه لار د تېر يوه کال په اوږدو کې شاوخوا پنځه زرو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ختيځو سيمو د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې نږدې ٢٠٠ کسان مړه او تر ٥٠٠٠ زرو زيات ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ١٣٩١لمريز کال کې دوى ته له ترافيکي پېښو شاوخوا پنځه زره ټپيان وروړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له دغه شمېر ټپيانو ١٧ يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

نوموړى وايي، چې ياد روغتون ته د کابل له سروبي ولسوالۍ او د تورخم تر سرحدي پولې پورې د لويې لارې د ټولو ترافيکي پېښو ټپيان او مړي ور وړل کېږي، چې هره ورځ ياد روغتون د لسګونه ورته قربانيانو شاهد وي.

ډاکټر زهير زياته کړه: ((دا خو هغه شمېر دى چې موږ ته راوړل شوي، ښايي نور کورونو او يا هم نورو روغتونونو ته وړل شوي وي.))

د ده په وينا، سږ کال د ترافيکي پېښو په کچه کې تر پخوا څو برابره زياتوالى راغلى دى.

نوموړي د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي، پر لويه لار د موټرو ګڼه ګوڼه او د لارې تنګوالى په ګوته کړ.

بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل، چې د ١٣٩١ کال په ترافيکي پېښو کې ٢٠٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ دى وايي له ډلې ١٢١ يې مړه او ٨١ نور ټپيان شوي دي.

دا چې د عامې روغتيا روغتون د احصايي او د امنيه قوماندانۍ د احصايي تر منځ ولې دومره لوى توپير شته، په اړه يې مشرقيوال وايي: ((دا موږ ته د ترافيکو له مديريت نه راپور راغلى او دقيق دى.))

د نوموړي په وينا، ځينې ترافيکي پېښې موجودې دي چې چا نه دي ثبت کړې، نو ښايي يو لامل يې همدا وي.

د لغمان د ترافيکو مدير عبدالصمد پژواک اژانس ته وويل، چې د ١٣٩١کال د لغمان ولايت په ترافيکي پېښو کې ٣٣ کسان مړه شوي او ٤٣ نور ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، ډېرى پېښې د کابل –جلال اباد پر لويه لار، چې په لغمان کې تېريږي رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه: ((سړک هم يو طرفه دى او که چېرې دويم سړک ورسره په خوا کې تېر شي، نو ښايي د پېښو کچه ټيټه شي.))

د سروبي امنيه قوماندان سمونيار شاغاسي وايي، چې د ١٣٩١ کال په ترافيکي پېښو کې ٣٩تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دى وايي، چې ١٤تنه مړه او پاتې نور ټپيان دي.

 نوموړى هم د يادو ترافيکي پېښو لامل د چلوونکو بې احتياطي او پر سړک د موټرو ګڼه ګوڼه په ګوته کوي.

Related Topics