Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان سفير د خيبر پښتونخوا له والي سره د کډوالو پر ستونزې خبرې وکړې

کابل ( پژواک ٣٠ کب ٩١ ) : په پاکستان کې د افغانستان لوى سفير عمر دادودزي  په پېښور کې د خيبر پښتونخوا ايالت له والي سره د افغان کډوالو پر ستونزې خبرې وکړې.

په پېښور ښار کې د خيبر پښتونخوا يالت د والي   له دفتر څخه د کب په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان سفير له والي انجنير شوکت الله خان سره نن وليدل.

سرچينې زياته کړې، چې دواړو چارواکو دافغانستان او پاکستان داړيکو پر پراختيا او يو شمېر نورو د علاقې وړ موضوع ګانو خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي اتشه زردشت شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې انجنير شوکت الله خان نوى د خيبر پښتونخوا ايالت د والي په توګه ټاکل شوى او سفير ورته د نوې دندې په اړه مبارکي ورکړه.

هغه زياته  کړه ، چې ددې ليدنې پر مهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزې او  ورته دهواري د لارو چارو په پيدا کولو يې خبرې وکړې.

د يادونې ده، چې انجنيرشوکت الله خان تر دې مخکې دپاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو د وزير په توګه هم پاتې شوى او افغانستان ته يې ډېر سفرونه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.