Language

کابل (پژواک٣٠ کب ٩١): د کابل والي وايي، چې په پنځه کلن پراختيايي پلان کې يې د دغه ولايت مقام د تره خېلو سيمې ته لېږدول او په ولسواليو کې د ښارګوټو او پارکونو جوړول شامل دي.

د کابل والي عبدالجبار تقوا دغه څرګندونې نن (د کب ٣٠مه) د خپل پنځه کلن پلان د وړاندې کولو پر مهال خبريالانو ته وکړې.

ده زياته کړه، د ١٣٩٢ کال پراختيايي پلان يې بشپړ کړى او د پاتې نورو څلورو کلونو پلان هم د بشپړېدو په حال کې دى، چې په هغه کې درې مهمې پروژې شاملې دي.

نوموړي يادې پروژې د کابل ولايت مقام د تره خېلو تنګي سيمې ته لېږدېدنه، د ولسواليو په شاړه ځمکو کې د ښارګوټو او ملي پارکونو جوړولو په ګوته کړل.

د کابل ولايت مقام اوسمهال د کابل ښار په دويمه ناحيه کې موقعيت لري او د تره خېلو تنګى د نهمې ناحيې اړوند سيمه ده.

ده زياته کړه، د ولايت مقام له دې امله ياد شوي ځاى ته لېږدوي، ترڅو د ښار ګڼه ګوڼه کمه او خلک وکولى شي، چې خپلې اړوندې چارې په يوې محوطه کې خلاصې کړي.

د هغه په وينا، د ولايت مقام لپاره يې د تره خېلو په سيمه کې ٤٨٧ جريبه دولتي ځمکه ځانګړې کړې، د هغه لپاره يې نقشه هم جوړې کړې او د اسنادو تخنيکي برخه يې هم د بشپړېدو په حالت کې ده.

نوموړي د ياد پلان د مالي لګښت په اړه وويل، چې يوه برخه يې د حکومت له خوا ورکول کېږي او بله برخه يې بهرنيو ډونرانو ته وړاندې کېږي.

دى وايي، د کابل ښار غير متوازنه پراختيا ډېره دردوونکې ده او نور نه غواړي دا پراختيا په دا ډول پر مخ ولاړه شي.

دغه راز هغه يادونه وکړه، چې د کابل په ځينو ولسواليو کې ډېر پراختيايي کارونه شوي او سړکونه يې پاخه شوي ؛ په داسې حال کې چې د مرکز او ځينو نورو ولسواليو سړکونه بيا خام دي او ډېر کم پراختيايي کارونه په کې ترسره شوي دي.

کابل ښار ١٤ ولسوالۍ لري، خو والي د هغو ولسواليو نومونه په ډاګه نه کړل، چې کمه پاملرنه ورته شوې ده.

والي په ولسواليو کې د ښارګوټو او ملي پارکونو د جوړولو په اړه وويل، د کابل په ولسواليو کې ځکه يادې پروژې پلې کوي، ترڅو د لرو پرتو سيمو خلکو ته په خپله سيمه کې د ښه ژوند امکانات برابر شي او نور اړ نه شي، چې ښارونو ته کډې وکړي.

د ده په خبره: “موږ په پام کې لرو چې د کابل ښار او ولسواليو ترمنځ سيمې شنې وساتو او د کابل ښار د ککړتيا مخه په هغه سره تر يوه بريده را کمه کړو.”

Related Topics