مزارشريف ( پژواک ٣٠ کب ٩١ ) : که څه هم د بلخ ولايت چارواکو د نوروز په مراسمو کې د زياتو خلکو د ګډون خبر ورکړى، خو په ښار کې د تېرو کلونو په پرتله د خلکو کمښت دا په ډاګه کوي، چې د خلکو شمېر خورا کم دی.
د هر كال د وري په لومړۍ نېټه، د بلخ په مركز (مزارشريف) كې د نوروز جشن (دګل سرخ مېله) د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې جنډه پورته کېږي.
په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.
د هر نوي كال د نوروز په جشن کې، چې د بلخ ولايت په مزارشريف کې د روضې د جنډې د اوچتولو او د ګل سرخ مېلې په نوم ياديږي، د نورو کلونو په پرتله د ګډونوالو په شمېر كې زياتوالى راځي؛ خو د نوي کال (۱۳۹۲) د جشن لپاره سربېره پر دې چې چارواکي د ډاډمن امنيت او د سالنګ د لويې لارې د خلاصون يادونه کوي، د کب تر ۳۰مې، د تېرو كلونو په پرتله ډېر کم خلك مزارشريف ښار ته رسېدلي دي.
د بلخ ولايت د والي وياند منير فرهاد د کب په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی په تمه دي، چې د تېرو کلونو په پرتله د نوي کال په جشن کې ډېر خلک برخه واخلي.
نوموړي زياته کړه، چې د مزارشريف ښار نفوس يو ميليون کسان دي، له دې سربېره هر کال شاوخوا يو ميليون نورو کسانو هم د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو په کې برخه اخيسته.
خو د والي وياند وويل: ((سږکال حالات بدل دي، امنيت ډېر ښه شوی، موسم هم ښه دى، نو سږکال امکان لري، چې د جشن د ګډون کوونکو شمېر له دوه ميليونه څخه هم خورا ډېر وي.))
د بلخ د اطلاعاتو او كولتور رييس صالح محمد خليق هم پژواک ته وويل، چې سږ كال به د خلكو شمېر د تېرو كلونو په پرتله زيات وي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې به د موسم د خرابوالي، د سالنګ د لارې د بندېدو او د نسبي ناامنۍ له امله د جشن د ګډونوالو په شمېر کې هغومره ډېروالی نه راته؛ خو سږکال دغه ډول ستونزې نشته دي.
د هغه په وينا، هېڅ په راتلونکي جشن کې د خلکو د نه ګډون ټولې پلمې حل شوې دي.
خو د مزارشريف ښار اوسېدونکي او د هوټلونو خاوندان وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله تر دې دمه له نورو ولايتونو څخه راغلي د جشن ګډنوال خورا کم دي.
د روضې ختيځ لور ته د بابر هوټل او مساپر خانې مسوول همايون پژواک اژانس ته وويل، چې دوی هر کال د نوروز څلويښتو ورځو ته په تمه وي، چې ښه سوداګري يې پکې کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د ټول کال په اوږدو کې همدې څلوېښتو ورځو ته په تمه يو، چې ښه کار مو په کې کېږي، د کال په نورو ورځو کې خو هسې ورځ تېرول وي.))
د هغه په وينا، سږکال يې د تېرو کلونو په پرتله هوټل ته د مساپرو راتګ ډېر سست دی.
همايون وويل، چې په تېرو کلونو کې به په هوټل کې د کب له ۲۸مې، ټولې خونې په مساپرو ډکې وې، خو سږکال داسې نه ده.))
نوموړي زياته کړه: ((دا دی سبا د جشن لومړۍ ورځ ده، خو زموږ په هوټل کې لا هم ډېرې خونې تشې دي.))
د هغه په وينا، دوی همداسې انګېرله، چې د تېرو کلونو په پرتله به يې مساپر ډېر وي، خو نه پوهېږي، چې ولې کم شول.
د مزارشريف اوسېدونکي هم وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د جشن لپاره له نورو ولايتونو څخه د راغلو کسانو شمېر خورا کم دی.
د ښار د الکوزي څلورې اوسېدونکي محمد داوود پژواک اژانس ته وويل، چې په نورو کلونو کې به په دې ورځو کې د ښار پر سړکونو د خلکو ډېر بيروبار و، خو سږکال نه تر سترګو کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د کب د ۲۸ مې، له ماسپښينه به امنيتي مسوولينو په ښار کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د روضې شاوخوا د موټرو پر ګرځېدو بنديز لګاوه، چې راغلي مېلمانه په ارامه په ښار کې وګرځي.
د هغه په وينا، سږکال د خلکو دکمښت له امله لا هم د روضې شاوخوا سړکونه د موټرو پر وړاندې نه دي بند شوي.
خو د ټولنيزو او فرهنګي چارو ځينې کارپوهان وايي، چې د سالنګ د لويې لارې د نسبي وېرې او د خلکو د پوهې د کچې د لوړوالي له امله د سږني جشن ګډونوال کم دي.
په مزارشريف کې د فرهنګي چارو فعال استاد غلام علي پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرو کلونو په پرتله د نوروز جشن کې د خلکو د کمښت يو لامل د پوهې د کچې لوړوالی دی.
نوموړي زياته کړه: ((اوس خلک يوڅه پوه شوي دي، کوښښ کوي، چې له اضافي لګښتونو څخه ځان وساتي.))
د هغه په وينا، له نورو ولايتونو او په ځانګړې توګه له لرې ولايتونو څخه مزارشريف ښار ته راتګ زيات لګښت ته اړتيا لري، چې ډېر خلک يې د جشن ګډون ته بې زړه کړي دي.
استاد علي د سالنګ د لارې نسبي وېره هم د دې لامل وګڼله، چې له امله يې کمو خلکو د مزار راتلو ته زړه ښه کړى.