غزني ښار (پژواک ۳۰ کب ۹۱): د غزني چارواکو او امنيتي مسوولينو په دغه ولايت کې د امنيت د نه شتون په اړه د کابل د چارواکو څرګندونې رد کړې.
پرون په کابل کې د غزني په اړه د يوې غونډې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيدمخدوم رهين ويلي وو، چې په غزني کې د نا امنيو له امله دوى نه شي کوى هلته د بيارغونې کارونه ترسره کړي، دغه راز د ولسمشر سلاکار يوسف پښتون هم ورته څرګندونې کړې وې.
دوى زياته کړې وه، په غزني کې چې د ۲۰۱۳ کال لپاره، چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه نومول شوى، کارونه نه دي شوي، اصلي لامل يې په دغه ولايت کې د امنيت نشتوالی دى.
يوسف پښتون ويلي وو، سره له دې هم دوى په دغه ولايت کې د ٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت کارونه کړي دي.
خو د غزني چارواکي د مرکزي ادارې د مسوولينو يادې څرګندونې ردوي او زياتوي، چې مرکزي ادارې په دغه ولايت کې د بيارغونې لپاره هېڅ اقدامات نه دي کړي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده د کب په ٣٠مه خبريالانو ته وويل، په غزني کې تر اوسه د مرکزي دولت له لوري لس ميليونه ډالر، چې هغه هم د ولسمشر له خوا ورکړل شوي او ۱۲ ميليونه ډالره هم د ډونرانو له لوري لګول شوي دي او وايي، له دې پرته بله هېڅ پيسه نه ده مصرف شوې.
هغه زياته کړه، چې يادې پيسې د تاريخي ابداتو پر بيارغونې لګول شوي، مرکزي دولت د دغه ولايت د بنسټيزو پروژو په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.
اکبرزاده وايي، له ۲۰۰۷ ميلادي کال څخه چې دغه ولايت د اسلامي نړۍ د تمدن پايتخت نومول شوى و، تر ٢٠١١ کاله پورې يوه افغانۍ هم نه وه لګول شوې.
نوموړي د مرکزي چارواکو هغه خبرې په کلکه رد کړې، چې ګواکې په دغه ولايت کې د پنځوس ميليونه ډالرو په لګښت بيارغونه شوې ده.
د غزني والي وويل، د ۱۳۹۲ لمريز کال د تلې د مياشتې تر وروستيو به ټولې ۶۵ پروژې بشپړې شې.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې امنيت کله هم د پروژو په تطبيق کې خنډ نه دى واقع شوى او اوس مهال تر پخوا امنيت ډېر ښه شوى دى.
د غزني امنيه قوماندان جنرال زړور زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې مرکزي دولت پيسې نه شي رالېږلى او بيا ناامني پلمه کوي.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه په دغه ولايت کې د يوې پروژې هېڅ انجنير يا کارکوونکى نه دى وژل شوى او نه هم تښتول شوى .))
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم د دغه ولايت پر امنيتي حالت اندېښنه څرګنده کړې وه.