جلال اباد (پژواک ٣٠ کب ٩١): ګډو ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې اته شکمن کسان نيولي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د خوګيانو ولسوالۍ په کږې بازار کې د ايساف ځواکونو له خوا عمليات شوي او په پايله کې يې اته تنه شکمن چې پر وسله والو فعاليتونو تورن دي، نيول شوي دي.
مشرقيوال د عملياتو د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.
د کږى بازار يوه اوسېدونکي، چې خپل نوم يې نه وښود پژواک اژانس ته وويل، د شپې ناوخته ايساف ځواکونو عمليات کړي او يو وسله وال کس چې په ملا غلام مشهور دى، نيول شوى دى، خو د هغه اصلي نوم يې په ګوته نه کړ.
همداراز نوموړى زياتوي، چې د خوګياڼو په ميملې سيمه کې يو وسله وال عزت الله په هوايي بريد کې وژل شوى دى.
خو د امنيه قوماندانۍ وياند مشرقيوال له يادې پېښې بې خبري ښيي.
ايساف وايي، چې د خوګياڼو په عملياتو کې يې د روح الله په نوم د وسله والو طالبانو يو همکار نيولى دى.
دوى ادعا کړې، چې روح الله په وسله والو بريدونو او د ماينونو په خښولو کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.