هرات ښار (پژواک ٣٠ کب ٩١): ځايي چارواکي وايي، چې په هرات کې د وسله والو مخالفينو يوه ١٦ کسيزه ډله له دولت سره يوځاى شوه.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې ډلې د دغه ولايت په کرخ ولسوالۍ کې وسله وال فعاليت درلود.
هغه زياته کړه، چې يادې ډلې پرون د دې ولسوالۍ د کشهور په سيمه کې د ارباب محمدقاسم په مشرۍ له مخالفته لاس واخيست او خپلې وسلې يې ځايي مسوولينو ته وسپارلې.
امنيه قوماندان وويل، د دې ترڅنګ په چشت شريف ولسوالۍ کې هم يو وسله وال مخالف له دولت سره يو ځاى شوى دى.
د يو ځاى شوې ډلې مشر ارباب محمدقاسم پژواک اژانس ته وويل، له دولت سره يې په عقيدوي لحاظ کومه ستونزه نه لرله، په سيمه کې د ځينو اشخاصو د ناوړه سلوک، ناامنۍ او د کار د نشتوالي له امله يې په مخالفت لاس پورې کړى و.
هغه زياته کړه، د سيمې د مخورو او قومي مشرانو په منځګړيتوب يې له وسله وال مخالفته لاس واخيست او له دې وروسته به د هېواد په بيارغونه او سوله کې ونډه واخلي.
د هرات د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، د ١٣٩١ لمريز کال له پيل راهيسې شاوخوا ٢٠٠ وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي دي.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د دوى هېڅ ملګري له دولت سره نه دي يوځاى شوي.