ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزی: د نوروز په ګډه نمانځل د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابروي

حامد کرزی: د نوروز په ګډه نمانځل د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابروي

author avatar
21 Mar 2013 - 20:37
حامد کرزی: د نوروز په ګډه نمانځل د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابروي
author avatar
21 Mar 2013 - 20:37

کابل (پژواک د وري لومړۍ ۹۱): ولسمشر حامدکرزی وایي چې د سیمې د هېوادونو د مشرانو له خوا په ګډه د نوروز نمانځل د سیمه يیزو همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابرولی شي.

له ارګ څخه د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي دا څرګندونې نن د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د نوروزد نړیوال کنفرانس پرمهال د وینا په ترڅ کې کړې دي.

ولسمشر کرزي په خپله وینا کې نوروز د طبیعت د غوړېدو او د نوي ژوند د پیلولو لپاره یو ولسي دود وباله او زیاته یې کړه، چې د سیمې د هېوادونو د مشرانو له خوا په ګډه د نوروز نمانځل د سیمه يیزو همکاریو د لا ښه والي او پراختیا لپاره زمینه برابرولی شي.

هغه زیاته کړه: “دا ډول غونډې له موږ سره مرسته کوي چې په داسې لیدنو کتنوکې د خپلو فرهنګي علایقو او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د ټینګښت لپاره ګټورو ګامونه پورته کړو او له مینې څخه په ډکو زړونو، په ورورۍ او برابرۍ سره د ولسي مناسباتو د پیاوړتیا لپاره یو بل ته نږدې شو.”

ولسمشر وویل چې افغانستان په سیمه کې د نوروز د پیدایښت او پراختیا ټاټوبی دی. د یو شمېر لرغونو اثارو له مخې دغه جشن د لومړي ځل لپاره د افغانستان په بلخ کې نمانځل شوی دی. نوروز اوږد عمر او  د هېواد په تاریخ او فرهنګ کې ژوره ریښه لري.

ده زیاته کړه  چې پر دې سربېره په افغانستان کې د کال دویمه ورځ د بزګر د ورځې په نوم په رسمي ډول نمانځل کیږي او دغه نمانځنه په پسرلي کې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو د کر او کار ښکارندوي کوي.

حامدکرزي د نوروز ارزښت ته د اشارې په ترڅ کې وویل: “زموږ د فرهنګي حوزې د خلکو په عامه فرهنګ او شفاهي او لیکلو ادبیاتو کې، نوروز خپل ځانګړی ځای لري. د همدغې فرهنګي حوزې د ژبو ویناوالو د نوروز او پسرلي په اړه ښکلي شعرونه او زړه وړونکې قصیدې ویلي دي. په دې لاره کې دري ادبیاتو بې ساري شعرونه فرهنګي ټولنې ته وړاندې کړي دي چې د نوروزګل، نوروز د ښه دود په توګه، نوروزي باران، نوروزي وریځ او د نوروزي جلوې په اصطلاحاتو، تشبیهاتو او تعبیراتو باندې پسولل شوي دي.”

د هغه په وینا،  په افغانستان کې د دري ژبې د نورو ژبو ترڅنګ د پښتو ژبې په شفاهي او لیکو ادبیاتو کې د نوروز، نوروزي مېلو او د پسرلي په اړه ډېرې سندرې او بې ساري په زړه پورې شعرونه لیدل کیږي چې د پښتو ژبې د ویونکو پراخه فرهنګي ځولۍ د نوروز د حوزې له فرهنګ او ادبیاتو سره نښلوي.

حامد کرزي په هېواد کې سوداګریزو اسانتیاوو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې د نوروز د حوزې د ټولو هېوادونو لپاره د سوداګرۍ د پراختیا او پانګې اچونې لپاره مناسب فرصتونه موجود دي، د دغو هېوادونو پانګه وال او سوادګر کولای شي د افغانانو په ګټه له شتو او چمتو شویو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

دغه راز دې غونډې ته د ترکمنستان،  ایران، پاکستان او تاجکستان ولسمشرانو هم ویناوې وکړې او په خپلو هیوادونو کې د نوروز د نمانځلو په اړه یې رڼا واچوله.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.