مزارشريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه،٩٢): د بلخ والي د سولې په پروسه کې پرافغاني مديريت تاکيد کوي او دغه راز يې خبردارى ورکړ ، چې که د هيواد سياسي مشران يو له بل سره همغږي نه شي، نو ٢٠١٤کال به بحراني وي.
د بلخ والي عطاءمحمد نور دغه څرګندونې نن په مزار شريف کې د روضې د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې وکړې.
نوموړي په يادو مراسمو کې د وينا پرمهال د سولې له پروسې څخه ملاتړ څرګند او په دغه بهير کې يې د بدلون غوښتنه وکړه.
د بلخ والي د سولې په پروسه کې د بدلون په اړه توضيحات ورنه کړل، خو زياته يې کړه: (( د سولې د پروسي مديريت دې په بشپړه توګه د افغانانو په لاس کې وي.))
نور زياته کړه، خلک اندېښنه لري، چې ګويا په افغانستان کې به له ٢٠١٤زيږديزکال څخه وروسته حالت بحراني شي، نو لازمه ده، چې ټول مشران دې سره يوموټى شي که داسي ونه شي، نو ممکن هيواد د بحران خواته لاړشي.
نوموړي يوځل بيا پر ملي اجماع تاکيد وکړ او زياته يې کړه چې په دغه اجماع کې دې د افغانستان ټولې خواوې شريکې شي او که امکان وي د دولت وسله وال مخالفين دې هم په دغه اجماع کې ګډ کړاى شي.
د هغه په وينا، دغه اجماع دې، د مدني ټولنې، ځوانانو ،ښځو او د حکومت له اپوزيسيون څخه جوړه او په دغه اجماع کې دې وسله والو مخالفينو ته هم برخه ورکړل شي او ټول دې په ګډه د افغانستان د راتلونکي په اړه تصميم ونيسي.
د بلخ والي عطاءمحمد نور د جمعيت اسلامي د ګوند يو مهم غړى دى ، چې په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې د ولسمشرحامد کرزي د سيال ډاکتر عبدالله ملاتړ کاوه او د کرزي له برياليتوب وروسته يې د حکومت پرکړنو او پاليسو سختې نيوکې کولې.
نوموړي په تير وخت کې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد سخت موقف درلود، خو په دې وروستيو کې يې په دريځ کې نرمښت ليدل کيږي.