Language

مزار شريف (پژواک،د وري لومړۍ نېټه،٩٢):د بلخ چارواکي وايي، چې په تېر کال کې ددغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار او ولسواليو کې په هراړخيزه توګه د بيارغونې په برخه کې پرمختګ شوی دی.

د بلخ والي عطامحمد نور په مزارشريف کې د نوي کال د جشن په ترڅ کې پر روضه شريف کې د جنډې درېدو د مراسمو په پيل کې وويل، چې د تېر کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې د ښې حکومتدارۍ او خلکو په مرسته په ډېرو برخو کې د قناعت وړ چارې تر سره شوې دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د هر کال د لومړۍ ورځې په څېر نن د وري په لومړۍ نيټه، د نوروز جشن په ترڅ کې، حضرت علي (رض) ته د منسوب زيارت د جنډې د پورته کېدو مراسم تر سره شول.  

 دغه مراسم نن سهار په ٨:٣٠ بجو د سختو امنيتي تدابيرو په نيولو سره د بلخ د والي په خبرو پيل شول، چې د ولسي جرګې وکيلانو، د شمال زون د ځينو ولايتونو واليانو او د بلخ دولتي چارواکو سربېره د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه زرګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه.

د بلخ والي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د نوي لمريزکال د رارسېدو له امله مبارکي وويله او هيله يې وښوده ، چې دغه کال به د سولې او خوشالۍ کال وي.

 نوموړي زياته کړه، چې د تير کال په اوږدو کې د خلکو او د افغان ځواکونو په ستړيا په دغه ولايت کې امن تر ډېره ډاډمن و او له کومې ځانګړې پيښې سره نه دي مخ شوي.

د هغه په وينا، د بلخ ولايت د مستوفيت عوايد د  ۱۳۹٠  په پرتله په  ۱۳۹۱ کال کې ۳۵ سلنه ډېر شوي دي.

د بلخ والي په دغه ولايت کې د بيارغونې په برخه کې دشويو کارونو په اړه وويل، چې د مزارشريف هوايي ډګر، چې د مولانا محمد جلال الدين بلخي په نامه نومول شوی ، د المان له خوا د ۳۵ ميليونه یورو او متحده عرب اماراتو په ۱۰ میليونه امریکايي ډالرو مرسته رغول شوى، چې دمګړی د ګټې اخيستنې وړ دی.

همداراز د بلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځي ودانۍ د پاکستان له خوا د لس ميليونه امريکايي ډالرو په مرسته جوړه شوې ده.

نوموړي د روغتيايي چارو په برخه کې د شويو چارو په اړه زياته کړه، چې په مزار ښار کې ۵۰۰ بستريز ملکي روغتون د المان او سويډن په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستې ته چمتو شوى، د دې تر څنګ په بلخ کې دمګړی ۹۷ واړه او غټ روغتيايی مرکزونه د خلکو په خدمت کې دي.

د هغه په وينا، د معارف په برخه کې هم ښه کاورنه شوي ، چې په ترڅ کې يې په تېر کال کې څوارلس دولتي او اووه خصوصي ښوونځي جوړ شوي او د ۷۲ دولتي منځنيو ښوونځيو کچه لېسې ته لوړه شوې ده.

د بلخ والى په دغه ولايت کې د سړکونو د قير کولو په برخه کې وويل، چې په تېر کال کې په مزارشريف ښار کې ۵۰ کيلومتره سړکونه د ښاروالۍ او فوايد عامې وزارت له خوا قير کړای شوي او لسګونه کيلومتره سړکونه په ولسواليو کې رغول شوي دي

نوموړي د مزارشريف د هوايي ډګراو حيرتان بندر ترمنځ، د ۷۵ کيلومتره د رېل ليکې، چې  په ۱۳۹۰ کال کې جوړه شوې وه  او په ۱۳۹۱  کې ترې ګټه واخيستل شوه، د رسمي پرانيستې غوښتنه وکړه.

د هغه په وينا ، تېر کال په بلخ کې د کرنې په برخه کې د ياد وړ کارونه تر سره شوي ، چې د بېلګې په توګه يې د ۱۲۹۷ جوړيو شويو باغونو يادونه وکړه.

د بلخ والي په مزارشريف ښار کې د خصوصي سکتور له هڅو ستاينه وکړه، چې په دغه ښار کې د خصوصي سکتور له خوا ۲۵۰ وړې او غټې کارخانې فعالې دي، چې زرګونه افغانانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

Related Topics