Language

مزار شريف(پژواک،د وري لومړۍ نېټه،٩٢):د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نوي کال د جشن په ترڅ کې د دري ژبې د دوو پخوانيو شاعرانو ناصر خسرو بلخي او رابعه بلخي کتيبې پرانيستل شوې.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس صالح محمد خليق پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د ناصر خسرو بلخي کتيبه د روضې شمال لور ته دشت شور سړک په پيل کې جوړه شوې وه، چې پکې د ياد شاعر ژوند ليک، د شعر بېلګه او د ده د اثارو په اړه په انګليسي او دري ژبو معلومات کښل شوي دي.

همداراز د رابعه بلخي کتيبه د روضې سوېل لور ته د شاديان سړک په پيل کې جوړه شوې ده، چې په دې کې هم د نوموړې شاعرې د کلام بېلګه، ژوند ليک او د ده د اثارو په اړه لنډه معلومات په دري او انګليسي ژبو کښل شوي دي.

دغه کتيبې د اطلاعاتو او کولتور د وزير سيد مخدوم رهين او د بلخ د والي عطا محمد نور له خوا نن د وري په لومړۍ نېټه پرانيستل شوې.

د اطلاعاتو او کولتور وزير د ناصر خسرو بلخي د کتيبې پرانيسته د پټې پر پرې کولو سره وکړه او د رابعه بلخي کتيبه يې له نږدې وکتله.

نوموړي د پرانيستې پر مهال د يادو شاعرانو ستاينه وکړه او د بلخ له چارواکو يې مننه وکړه، چې د هېواد فرهنګ د ساتنې په برخه کې هڅې کوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کولتور ريس وويل، چې ناصر خسرو بلخي د بلخ د پخوانيو شاعرانو له ډلې څخه دی، چې د دري ژبې په برخه کې يې ښه شعرونه ليکلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې نوموړی شاعر په شپږمه هجري قمري پېړۍ کې تېر شوى، چې د غزنويانو په دور کې يې ژوند کړی دی.

همداراز رابعه بلخي يې د څلورمې هجري قمري پېړۍ له لومړيو ښځينه شاعرانو څخه وګڼله، چې په دري ژبه يې شاعري کوله.

د هغه په وينا ، دغه کتيبې نه يواځې د بلخ فرهنګي پانګه ده، بلکې د دغه ولايت اوسېدونکي به د فرهنګ ساتلو له دود سره اشنا کړي.

Related Topics