جلال اباد(پژواک، د ورى لومړۍ نيټه ٩٢): د ننګرهار امنيتي چارواکو په دغه ولايت کې د نوي کال د نمانځنې په موخه د کلکو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړ .
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د وري په لومړۍ نيټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له جلال اباد ښار سربيره په ټولو هغو ميله ځايونو کې، چې د نوروز په مناسب خلک ورځي، لازم امنيتي تدابير نيولي شوي دي.
هغه زياته کړه : ((د جلال اباد ښار په بيلا بيلو سيمو کې هم جدي امنيتي تدابيرنيول شوي او امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې د ناامنۍ کومه پيښه رامنځته نه شي .))
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په ډاډه زړه دې نوروز په خوښيو سره ونمانځي.
همداراز په ختيځ زون کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک ته وويل، چې د نوي کال په لومړيو کې يې کلک امنيتي تدابير نيولي، تر څو د امنيتي پيښو مخنيوى وشي.
دى وايي، چې دقول اردو منسوبينو د ختيځو ولايتونو په ګډون په ټولو اوو ولايتونو کې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
د هسکې مينې اوسيدونکى طيب، چې د جلال اباد اميرشهيد بڼ ته د ميلې په موخه راغلى پژواک ته وويل، د دوى له سيمې تر ښاره پورې امنيتي ځواکونه د څار په موخه ولاړ وو او کلک امنيتي تدابير يې نيولي دي.
هغه زياتوي: ((د پوليسو په ليدو زه په ډير ارام زړه سره د نوروز په ميله کې ګډون کوم.))
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو د ټولنې مشر استاد لال پاچا ازمون هم د جلال اباد په ښار او اړونده سيمو کې پر امنيتي تدابيرو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د امنيتي تدابيرو له امله به د نوروز د خوښيو په دې ورځو کې کومه امنيتي پيښه رامنځته نه شي.
ازمون، د دولت پر مخالفينو غږ وکړ، چې د سولې په ټغر دې کيني او نور دې له جګړې څخه لاس واخلي.
هغه وويل: ((جنګونه ډېر وشول،قتلونه ډېر وشول،وينې تويې شوې،ميندې کونډې شوې،خو امن رانغى ولې؟ چې موږ يو بل ته غاړه نه ږدو، نو راځئ نور له جنګه تير شئ.))
نوموړى پر اولس هم غږ وکړ، چې سر له ننه دې د هيواد د ابادۍ په موخه خپلې مټې را ونغاړي او په دغه نوي کال کې دې په هيواد کې يو ستر بدلون راولي، ترڅو په خپلو مټو بسيا او يو واحد افغانستان ولري.