Language

لښکرګاه(پژواک،دوري لومړۍ نېټه،٩٢): د هلمند ولايت په يوه ديني مدرسه کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې  له امله يوولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ دهمغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه مرګ ژوبله د يادې ولسوالۍ اړونده د شين غځک سيمې د اخونزاده په کلي کې نن په اتو بجو په يوه دينې مدرسه کې رامنځته شوه.

نوموړى وايي، په دغه پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ولاد رحيمي پژواک ته وويل: (( دغو کسانو داخونزاده په کلي کې په يوه ديني مدرسه کې د ځانمرګي واسکټونو او د ماين جوړولو ټريننګ کاوه، چې خپل چاودېدونکي توکي پرې وچاودېدل او دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.))

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ايمرجنسي روغتون يوتن نوکريوال ډاکتر پژواک ته وويل، چې دوى ته له دغه پېښې څخه اووه تنه په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.

دده په خبره، په ټپيانو کې څو تنه تنکي ځوانان هم شامل دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.