Language

کابل ( پژواک ٢، ورى ٩٢ ) : ايساف وايي ، چې د افغانستان په ختيځ کې يې يو سرتېرى د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢مه،  پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا پېښه نن رامنځته شوې ده .

سرچينې زياته کړې، چې د ماين په يوه چاودنه کې يې يو سرتېرى وژل شوى، خو په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه شوى.

خو بايد وويل شي ، چې  د افغانستان په ختيځ کې د ايساف په مشرۍ امريکايي سرتېري مېشت دي.

ددغه سرتېري له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٢٣ تنو ته ورسېده.

تېر کال په هېواد کې ٤٠٢ بهرني سرتېري وژل شوي وو.