کابل (پژواک ۲ وری ۹۲ ) : د تاجکستان په سرحدي ولسوالۍ کې دیوې نښتې په ترڅ کې درې افغانان او یو تاجک وګړی وژل شوی دي.
د ازادۍ راډیو د تاجکستان څانګې راپور ورکړی ، چې دا پيښه پرون د تاجکستان سویل ته دافغانستان پولې ته څیرمه د سرحدي ولسوالۍ شوراباد په دهکوزي کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې درې تنه وسلوال افغانان له پولې اوښتي وو او د یاد کلي څلور کسان یې تر یرغمل نیولو غوښتل چې له خپلې خاورې ته یې واړوي.
په راپور کې راغلي دي چې پر دې مهال ددواړو لوریو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده، چې له امله یې درې افغانان او یو تن یرغمل نیول شوی تن وژل شوی دی.
د تاجکستان د ملي امنیت ادارې هم یاده پيښه تایید کړې، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې تیره اونۍ ازبکستاني سرحدي ځواکونو درې افغانان وژلي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP