محمودراقي ( پژواک ٣ ورى ٩١): پوليسو د کاپيسا د ابوريحان البېروني پوهنتون دوه استادان وروسته له هغه ونيول ، چې پوهنتون ته پر لاره يې په موټر کې دوه ماينونه وموندل شول .
دا څرګندونې د کاپيسا د لومړۍ حصې ولسوال عبدالفتاح شفيق پژواک خبري اژانس ته وکړې، خو د يادو استادانو نومونه يې ياد نه کړل.
د ده په وينا، دغه استادان نن له غرمې وروسته په شخصي کرولا موټر کې پوهنتون ته پر لاره وو ، چې پوليسو يې پوهنتون ته نږدې موټر تلاشي کړ او دوه د ټانک ضد ماينونه يې په کې وموندل .
ياد شوى پوهنتون په لومړۍ حصه کې موقعيت لري.
شفيق وايي، چې د موضوع په اړه پلټنې روانې دي .
د دې پوهنتون رييس دوکتور محمد فريد برنايار هم تاييد کړه ، چې د دې پوهنتون دوه استادان پوليسو نيولي دي .
هغه وويل، چې نيول شويو استادانو تر نيول کېدو وروسته له ده سره ټېلېفوني اړيکه ونيوه او ويل يې چې کوم چا يې په موټر کې ماينونه اېښي و او دوى ترې نه و خبر.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوي استادان تر اوسه ( له غرمې وروسته څلورو بجو ) له پوليسو سره دي .
برنايار هم د يادو استادانو د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه.