کابل (پژواک ٣ ورى ٩٢): ملي محاذ ګوند وايي، چې دوى د افغانستان د روان کړکېچ د هواري لپاره د ټولو ذيدخلو او مطرحو اړخونو د بين الافغاني ناستې ملاتړ کوي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې، چې د وري په درېيمه، د افغانستان د ملي محاذ ګوند د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
محاذ ګوند دا څرګندونې په داسې حال کړي، چې څو ورځې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د دولت سياسي اپوزېسيون (د ګوندونو د همکارۍ شورا) له وسله والو مخالفينو سره پر خبرو بوخت دى.
د دغه خبر تر خپرېدو سمدستي وروسته په کابل کې د حزب اسلامي ګوند، چې د يادې شورا غړيتوب لري، ياد راپور رد او زياته يې کړه، چې شورا داسې کومه پرېکړه نه ده کړې او که چېرې چا له وسله والو مخالفينو سره خبرې کړې وي، نو دا به شخصي وي، نه د شورا له اړخه.
د محاذ ګوند په خبرپاڼه کې راغلي، چې څو ورځې وړاندې د دغه ګوند کفيل سيدحامد ګيلانی له AP (اسوشيېټېډ پرېس) خبري اژانس سره د افغانستان پر وروستيو حالاتو تفصيلي مرکه کړې وه، خو ياد اژانس او نورو رسنيو يواځې د دې مرکې لنډيز خپور کړى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د مرکې لنډيز خپرول ځينې ابهامات رامنځته کړي او مفاهيم يې له لاسه ورکړي دي.
د محاذ ګوند په ياده خبرپاڼه کې وايي، چې حامد ګيلاني په ياده مرکه کې د خپل ګوند په استازيتوب خبرې کړي، نه د احزابو د همکارۍ د شورا او يا هم د بل چا په نيابت.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((سره له دې چې د دولت د سياسي اپوزېسيون نظر او باور ته درناوی لرو، موږ د روان کړکېچ د پای، جوړجاړي او تفاهم لپاره پر يوې پراخې بين الافغاني ناستې باوري يو او د سياسي اپوزېسيون په ګډون د ټولو ذيدخلو او مطرحو اړخونو د بين الافغاني ناستې د ميکانيزم له لارې د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوو.))
محاذ ګوند په ياده خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې په ياده مرکه کې حامد ګيلاني د طالبانو او د دولت د ټولو مخالفينو په ګډون هغې بين الافغاني ناستې ته اشاره کړې، چې درې مياشتې مخکې په فرانسه کې جوړه شوې وه.
سرچينه زياتوي، چې د فرانسې په غونډه کې د دولت، طالبانو، د دولت د سياسي اپوزېسيون او د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي استازو ګډون کړى و او محاذ اوس هم د دا ډول ناستو ملاتړ کوي او د ستونزې د هوارۍ لپاره يې اړينې بولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP