Language

مزارشريف (پژواک، ٣ ورى ۹۲): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د نوي کال د جشن د نمانځنې په ترڅ کې “په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه!” تر سرليک لاندې مشاعره وشوه.

دغه مشاعره د وري په ۳مه، د بلخ ادبي خوځښت په نامه د فرهنګي ډلې له خوا جوړه شوې وه، چې د ياد ولايت د فرهنګيانو ترڅنګ په کې د شمال د ځينو نورو ولايتونو شاعرانو او ليکوالانو هم برخه اخيستې وه.

ياده مشاعره له ماسپښين وروسته پيل او تر ماښامه وغځېده.

د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي ډاکټر غلام رسول ملکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی هر کال د نوروز جشن د نمانځنې په موخه ورته مشاعرې جوړوي.

نوموړي زياته کړه، چې د ورته مشاعرو له لارې فرهنګيان له يو بل سره د پېژندلو زمينه پيدا کوي، چې ورسره ادبي چارې ګړندۍ کېږي.

د هغه په وينا، په دغې مشاعره کې د هېواد د ځينو نورو و لايتونو ترڅنګ د شمال د ډېری ولايتونو شاعرانو او د سيمې قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د بلخ پوهنتون رييس مکمل الکوزي، چې په ياده مشاعره کې يې برخه اخيستې وه، پژواک اژانس ته وويل، چې ورته مشاعرې په ځوانانو کې د فکر د روزنې استعداد ته وده ورکوي.

نوموړي د دغه ډول غونډو په ترسره کېدو د ټينګار ترڅنګ زياته کړه، افغانان د شعر له لارې د سولې او د علم پيغام ته اړتيا لري، چې بايد شاعران دغه دنده په ښه توګه تر سره کړي.

د هغه په وينا، دی ډېر خوښ دی، چې په نننۍ مشاعره کې يې ډېری همداسې شعرونه واورېدل، چې د سولې او علم ترلاسه کولو پيغام يې درلود.

د بلخ ولايت له چمتال ولسوالۍ څخه راغلي شاعر تاج الدين خرم وويل، دی له خپلې سيمې له خپلو ملګرو سره دغې مشاعرې ته راغلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په مشاعره کې يې د شعر د اورولو او اورېدو ترڅنګ له ډېرو فرهنګيانو سره اشنايي پيدا کړه.

د بلخ ادبي خوځښت غړي غلام رسول ملکزي وويل، دغه خوځښت د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې د فرهنګي څانګې په توګه فعاليت کوي، چې له تېرو لسو کلونو په بلخ ولايت کې د پښتو ژبې د ودې او پياوړتيا لپاره کار کوي.

نوموړي زياته کړه، چې ياد خوځښت د شمال د لومړيو پښتو مجلو (پرخه او پسرلی) د خپرېدو وياړ هم لري او هر کال د پښتو ژبې د ودې او پراختيا په موخه بېلا بېل پروګرامونه جوړوي.

 

Related Topics