Language

ايټاليا له ٢٠١٤ وروسته د مرستو ژمنه وکړه

هرات ښار (پژواک، ٤ ورى ٩٢): ايټاليا له افغانستان سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د ناټو چوکاټ کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دغه خبره د ايټاليا د وسله وال پوځ د ارکان رييس بريدجنرال کلوديو ګرانسيانو په هرات کې د ايساف ځواکونو د پوځي مرکز د قوماندان د تبديلۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

په تېره دوره کې دغه دنده يوه بل ايټاليايي جنرال ايرينا د شپږو مياشتو لپاره په غاړه درلوده.

ګرانسيانو زياته کړه، تر هغه مهاله چې افغانان وغواړي، ايټاليا به د ناټو په چوکاټ کې خپلو مرستو او ماموريت ته دوام ورکړي.

 په لوېديځ زون کې د ناټو نوي ايټاليايي قوماندان جنرال انتسيو ګمبه، په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ماموريت يوه بشري مرسته وبلله.

د هغه په خبره: “په افغانستان کې يې د ماموريت اصلي موخه د ولسواکۍ د بنسټ غښتلي کول او له ورانکارو څخه د خلکو ژغورل دي، چې په دې دواړو کې بريالي شوي دي.”

نوموړي زياته کړه، ايټاليا به تر ٢٠١٤زېږديز کال وروسته هم په افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکړي، خو په دې توپير چې دنده به يې يواځې افغاني ځواکونو ته د روزنې او سلا په بڼه وي.

ايټاليا په دې سربېره چې د زون په کچه د ناټو مشري په غاړه لري، د هرات د ولايتي بيارغونې مشري په چوکاټ کې يې ۴زره سرتېري لرل، چې د امنيتي مسوليتونو د لېږد پروګرام کې يې دغه شمېر تېر کال ۲۹۰۰ تنو ته راټيټ کړ.

Related Topics