جلال اباد (پژواک، ٤ ورى ٩٢): د کابل-جلال اباد په لويه لار په سروبي ولسوالۍ کې ترافيکي پېښو پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سروبي امنيه قوماندان سمونمل شاغاسي د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازيګر د سروبي ولسوالۍ اړوند سيمه کې يو کرولا ډوله موټر سيند ته لوېدلى، چې له امله يې درې تنه مړه شوي او يو بل يې په ټپي حالت کې ژغورل شوى دى.
ده زياته کړه: “مړه شوي کسان اوس هم په سيند کې دي او لا يې درک نه شته.”
د امنيه قوماندان په وينا، د يادو درېيو کسانو، چې يوه يې په کې ښځه وه، لټه روانه ده، خو له موټر سره يوځاى په سيند کې ډوب شوي دي.
دى وايي، ټپي شوى کس يې د درملنې په موخه د سروبي روغتون ته لېږدولى دى.
د يوه بل خبر له مخې، په سروبي ولسوالۍ کې يو کرولا ډوله موټر يوه نجلۍ وهلې، چې ځاى پر ځاى يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د سروبې امنيه قوماندان شاغاسي وايي، د دې پېښې د موټر چلوونکى يې نيولى دى.
نوموړى د دواړو پېښو لاملونه د موټرچلوونکو بې احتياطي وبلله.
د سروبي د روغتون يوه ډاکټر عطامحمد پژواک ته وويل، دوى ته نن اووه تنه د ترافيکي پېښو له امله وروړل شوي، چې پنځو يې ژوند له لاسه ورکړى او پاتې دوه يې ټپيان دي.
پرون هم د سروبي ولسوالۍ اړوند په څلورو بېلابېلو ترافيکي پېښو کې ٢٦تنه ټپيان شوي وو، چې د ١٢ يې روغتيايي حالت نازک ښودل شوى و.