کابل ( پژواک، ٤ ورى ٩٢) : د ” استانبول پروسې ” په چوکاټ کې د اسیا زړه هېوادونو غونډه د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۲۶ مه د قزاقستان په پلازمېنه الماتا کې جوړيږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې يادې غونډې ته د تياريو په موخه به سبا د دې پروسې لوړپوړي کارکوونکي په کابل کې ناسته وکړي .
د موسى زي په وينا، په دغه غونډه کې به د افغانستان د شپږو ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ د سيمې د ۷ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د يو شمېر سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
ده وويل، چې د الماتا په غونډه کې به د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کولو پر لارو چارو او د سيمه ييزو ستونزو د حل په موخه خبرې وشي.
هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې به د ترهګرۍ، طبيعي پېښو او له نشه يي توکو سره د مبارزې، د سيمې د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او سيه ييزو اړيکو پر پراختيا خبرې وشي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې ياد کنفرانس د “استانبول پروسې” او پرېکړو تعقيب دى.
د استانبول په کنفرانس کې ، چې د ۲۰۱۱ کال په نوامبر کې جوړ شو، د افغانستان او سيمې د امنيت د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وشوې او وپتېيل شوه ، چې د همدې موخې لپاره په راتلونکي کې هم د يوې پروسې په توګه د دې ناستې پرېکړې تعقيب او ورته ناستې جوړې شي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن