هرات ښار (پژواک، ٤ ورى ٩٢): د سترې محکمې يو پلاوى وايي، چې د هرات ولايت له محبس څخه شل تنه ناقانونه بنديان تثبيت او خوشې شوي دي.
د سترې محکمې د قانون د تطبيق د ادارې د پلاوي مشر سيدمراد شريفي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د هرات د مدني ټولنو په ملتيا يې د دغه ولايت په محبس کې دوه ورځنۍ پلټنې بشپړې کړې دي.
ده زياته کړه، د هرات په محبس کې يې د پلټنو پرمهال ۲۰ تنه داسې بنديان موندلي، چې د قيد موده يې بشپړه شوې ده، خو بيا هم په غير قانوني ډول ساتلي شوي وو.
د هغه په وينا: “ياد شل تنه تر پېژندګلوۍ وروسته د محبس مشر سهار مهال مخکې تر دې، چې رسنيو ته ښکاره کړاى شي، خوشې کړي دي.”
دى وايي، د پلټنو دغه لړۍ يې د هېواد په کچه د يو شمېر محبوسينو له شکايتونو وروسته پيل کړې، چې دوى به د دې ستونزې د هواري په موخه د هېواد د ټولو محابسو څېړنو ته دوام ورکړي.
د شريفي په خبره، په ورته وخت کې يې د کندهار په محبس کې ١١٠ او د کابل په څرخي پله محبس کې يې تر دوه سوو ډېر ناقانونه بنديان تثبيت او خوشې کړي دي.
د هرات د مدني ټولنې په استازيتوب عبدالغفار کاکړ په ياده خبري ناسته کې وويل، چې په محبس کې بېلابېل شکايتونه ورته شوي دي.
ده زياته کړه: “يو تن داسې هم و، چې دوه کاله وړاندې يې دوسيه په لومړنۍ محکمه کې څېړل شوې وه، بيا تراوسه پورې يې چا پوښتنه هم نه وه کړې.”
ده دا کار د قانون خلاف وباله او ويې ويل، چې اړوندو مسوولينو ته يې د هغه دوسيه د وروستيو پړاوونو لپاره ورکړله.
د ګل محمد په نوم ٢٩کلن بندي، چې د قتل په جرم بندي شوى و، له درېيو نورو محبوسينو سره خبريالانو ته وښودل شو .
ده زياته کړه، په محبس کې يې تر ټاکلې مودې دوه مياشتې زيات وخت تېر کړى دى.
د هرات د محبس مشر جنرال عبدالمجيد صادقي پژواک اژانس سره په خبرو کې دا تاييد کړه، چې نن سهار يې شل بنديان ازاد کړي ، خو د پلاوي دا تورونه يې رد کړل، چې ګواکې په محبس کې ناقانونه بنديان ساتل شوي دي.
ده د معلوماتو له مخې، دا مهال د هرات په محبس کې ۲۹۹۵ بنديان شته، چې ۱۵۰ تنه يې ميرمنې دي.
ده زياته کړه: “دا ټول په قانوني ډول بنديان دي، د کوم کس چې د قيد موده پوره شي، مامورينو ته يې يو ساعت هم اجازه نشته، چې په بند کې يې وساتي.”