جلال اباد(پژواک ٤ ورى،٩٢) : په جلال اباد ښار کې د جمعيت اصلاح ټولنې له ٣٠٠٠تنو څخه د سيرت النبي ازموينه واخيسته.
د ننګرهار د جمعيت اصلاح ټولنې ولايتي مسوول استاد صراف د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د دوى د ټولنې له لوري د سيرت النبي ياده سيالۍ په دې موخه په لاره اچول شوې وه، چې د ټولنې ځوان نسل د خپل ستر لارښود حضرت محمد(ص) له ژوند او اخلاقو په پوره ډول خبر شي.
هغه زياته کړه: (( په دغه سيالۍ کې ٣٠٠٠ تنو ګډون کړى، چې درې سوه يې نجونې وې. ))
د جمعيت اصلاح د ټولنې د ننګرهار د څانګې مشر زياتوي، چې ١٣٩١ ل کال يې له محمد ص څخه د دفاع کال بللى او په همدغه وياړ يې ياده سيالي هم په لاره اچولې ده.
دى وايي، چې د سيالۍ سلو برياليو کسانو ته به ډالۍ ورکوي.
نوموړي وويل، چې لومړي مقام ګټونکي ته ليپ ټاپ کمپيوټر،دويم ته ډيسک ټاپ کمپيوټر او درېيم مقام ته يو يخچال په نظر کې نيول شوى دى.
هغه زياته کړه : ((همداراز پاتې نورو کسانو ته د جامو وينځلو ماشينونه،بايسکلونه او داسې نورې ډالۍ ورکول کيږي.))
استاد صراف وويل، چې په دغه سيالۍ کې له لسو کلونو څخه تر شپېتو کلونو پورې عمر لرونکو ګډون کړى و، چې راتلونکي شنبه به يې پايلې اعلان شي.
نوموړى وايي:((د خاتم النبين په نوم يو کتاب ، چې علامه ندوي ليکلى لومړى دغو کسانو لوستى او اوس په کې امتحان اخيستل کيږي.))
٢٧ کلن عبدالوهاب ، چې د دغې سيالۍ يو ګډونوال دى، پژواک ته وويل ، د خاتم النبين کتاب ،چې ندوي ليکلى، ده لوستى او اوس په کې ازموينه ورکوي.
ده د په خبره ، چې يادې سيالۍ دځوانانو په ژوند کې ډېره مثبته پايله لري، او که چېرې ورته نورې ټولنې دغه ډول سيالۍ برابرې کړي، نو ځوانان به د محمدص له سيرت څخه ښه او په پوره ډول خبر شي.
ددې ازموينې يوبل ګډونوال دوولس کلن نعيم جان پژواک ته وويل ، چې له دوو خويندو سره دې سيالۍ ته راغلى.
نوموړى وايي، چې مور يې ډېره خوشحاله ده ،چې دوه لوڼې او زوى يې د سيرت النبي په سيالۍ کې ګډون کوي.
ياده دې وي، چې د جمعيت اصلاح ټولنې له لوري څه موده وړاندې د سيد جمال الدين افغان په اړه يو علمي کنفرانس هم جوړ شوى و.