جلال اباد (پژواک ٤ورى،٩٢): د کابل – جلال اباد لويه لار چې له پرون مازيګر راهيسې د غره د ښويېدو له امله ددرونټې په سيمه کې تړل شوې، ، د خلاصولو چارې يې پيل شوې دي.
په تېرو لسو ورځو کې دا دويم ځل دى چې ددرونټې تونل په ٢٠٠ مترۍ کې دلغمان ولايت په ساحه کې د غره دښوويدنې له امله دا لاره د ترافيکو پر مخ تړل کېږي .
د لغمان د مرستيال والي جمعيت الله حميدي د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ډېر ګړندي ډول د يادې لارې د خلاصولو چارې پيل شوې دي.
د نوموړي په وينا چې د غره د ښوييدو له امله چا ته زيان نه دى اوښتى خو دغه لار په پوره ډول د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياته کړه : (( موږ هڅه کوو، چې تر نن مازيګره به يو طرفه لار پرانيستل شي، خو سبا به بيا هم په دغه سړک کار کوو تر څو په پوره ډول لاره پرانيستل شي. ))
حميدي وايي چې که سبا ورځ هم په چټک ډول کار وشي نو ښايي تر مازيګره ياده لاره خلاصه شي:
د نوموړي په وينا، اوس واړه موټر کولى شي د قرغيو په لاره لاړ شي ، خو لويي موټرې ټولې بندې دي.
حميدي زياتوي چې د ماهيپر په سيمه کې هم د ورښت له امله غر ښوييدلى او له امله يې لار تړل شوې ده، چې د خلاصون چارې يې پيل شوي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد زمان وزيري پژواک اژانس ته وويل چې د دوى د مرستې ډله هم سيمې ته رسيدلې او د يادې لارې د خلاصون په موخه يې هڅې پيل کړي دي.
هغه زياته کړه : ((موږ د محاربوي فعاليتونو تر څنګ د دغې لارې په خلاصون کې هم ونډه لرو او کار مو پيل کړى دى. ))
دى وايي که چېرې دغه لار ژر خلاصه نه شي نو ښايي د يو شمير توکو په بيو کې لوړوالى راشي،.
د جنرال وزيري په وينا، که چېرې ورښت همدا شان دوام وکړي نو لرې نه ده چې په همدغه سيمه کې نور غر هم وښوييږي.
د ننګرهار د فوايدعامې رييس انجنير رسول ګل فقير وايي چې د دوى له لورې هم لازم امکانات د دغې لارې په خلاصون کې په لاره اچول شوي دي، دى هم دا امکان نه ردوي چې ګواکې د باران د نور دوام سره به بيا هم لاره بنده شي.
په ماهيپر کې د لارې بندېدو له امله مساپر د لته پر لاره کابل ته تګ راتګ پيل کړى و، خو په لته بند کې دبارانونو له امله موټر په خټو کې بندې پاتې دي.
د جمال کاکړ په نامه يوه تن چې نن له جلال اباد څخه کابل ته خپلې دندې ته روان شوى و، پژواک ته وويل چې دوى له سروبي څخه د تګاب، نجراب او پروان ولايتونو له لارو کابل ته راغلل.
کابل ته تلونکي بل مسافر سميع الدين وايي چې د ماهيپر په سيمه کې د لارې تړل کيدل او همداراز د درونټې په سيمه کې د غره د ښوييدو له امله ډېرى مسافرين له ستونزو سره مخ کړي دي.
دى وايي چې د لارې د بنديدو له امله د موټرونو په کرايو کې هم لوړ والى راغلى دى:
هغه زياته کړه : ((مخکې به دوه سوه او يا هم درې سوه افغانۍ کرايه وه، خو اوس پنځه سوه افغانۍ کرايه ده))
نوموړي پر دولت غږ کوي چې د يادې لارې د خلاصو لپاره چې له هرې لارې چارې استفاده کيږي بايد ويې کړي، ځکه په زرګونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کابل اډې يو تن منشي بريال هم وايي چې په کرايو کې لوړوالى راغلى ځکه موټر په ډېرې لرې لارې تاويږي او اړ دي چې کرايه ډېره واخلي.
روزي خان چې کابل ته د سبزۍ سوداګري کوي پژواک ته وويل چې دوى ته هم زيانونه اوښتي، ځکه لاره بنده ده او د قرغيو په لار د دوى موټر په ډېرې سختۍ سره پريږدي.
هغه زياته کړه : ((غټه لارۍ نه پريږدي مجبور يم چې په ډاډسن موټرونو کې توکي کابل ته يوسو))
د ده په خبره چې له يوې خوا د توکو بيه لوړيږي او له بله پلوه دوى ته هم زيان دى.