مزارشريف (پژواک ٤ ورى ٩١): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د نوي کال د جشن په مناسبت د کتاب لوستنې د فرهنګ دودولو په موخه هنري او فرهنګي نندارتون پرانيستل شو.
دغه نندارتون د هويدا وېبپاڼې، د افغانستان د ځوانانو د ټولنيزې شورا، د فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې او د اقتداري بنسټ له خوا د وري په ۴مه د مزارشريف ښار د ناصر خسرو بلخي څلورلارې ته نږدې د درېيو ورځو لپاره جوړ شو.
د ياد نندارتون يوه مسوول او د هويدا وېبپاڼې چلوونکي مختار وفايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم د ياد نندراتون ډېره برخه د کتابونو پر نندارې څرخي؛ خو په کې تر څنګ يې لاسي صنايع، هنري انځورونه او کرنيز محصولات هم نندارې ته اېښودل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ياد نندارتون کې د لاسي صنايعو، هنري انځورونو او کرنيزو محصولاتو لپاره يوه يوه غرفه او د کتابونو اوه غرفې اېښودل شوي او نږدې اوه زره بېلابېل کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هغه په وينا، په دغه نندراتون کې په پښتو، دري، انګليسي او عربي ژبو کتابونه نندراې ته وړاندې شوي او نندارچيان يې پېرلى هم شي.
وفايي وويل، ځکه يې نندارې کتابونه وړاندې کړي، څو خلک د کتاب په ارزښت پوه او د مطالعې دود په کې پياوړى شي.
د مزارشريف اوسېدونکي نورالدين پژواک اژانس ته وويل، دی خوښ دی، چې د نوي کال د نوروز جشن په اوږدو کې د ځينو تفريحي پروګرامونو ترڅنګ د پوهې د کچې د لوړوالي په موخه هم هڅې کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د راتلونکو درېيو ورځو په اوږدو کې به د دغه ښار ډېر اوسېدونکي او د جشن مېلمانه د ياد نندراتون ننداره وکړي، چې ښه اغېز به ولري.
د هغه په وينا، ورته نندارتونونه په تېرو کلونو کې هم پرانيستل شوي، خو د دغه نندراتون ښه والی په دې کې دی، چې د پښتو کتابونو لپاره په کې هم يوه غرفه ځانګړې شوې ده.
نورالدين وويل، چې د تېرو نندراتونو په کتابونو کې به پښتو کتابونه د نشت برابر و.
د نندراتون مسوول مختار وفايي وويل، دوی پرېکړه کړې، چې دغه نندارتون به تر درېيو ورځو پرانيستى ساتي؛ خو که چېرې د نندارچيانو غوښتنه ډېره وه، نو ښايي نور هم نندارتون خلاص پرېږدي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق هم ورته نندارتونونه په سيمه کې د کتاب لوستنې د دود د عامولو په برخه کې خورا ګټور بولي.