ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى به له قطري چارواکو سره د طالبانو د دفتر په اړه خبرې وکړي

کرزى به له قطري چارواکو سره د طالبانو د دفتر په اړه خبرې وکړي

author avatar
24 Mar 2013 - 15:38
کرزى به له قطري چارواکو سره د طالبانو د دفتر په اړه خبرې وکړي
author avatar
24 Mar 2013 - 15:38

کابل (پژواک ،۴ورى٩٢): ولسمشر حامد کرزى به قطر ته په سفر کې له قطري چارواکيو سره په دغه هېواد کې وسله والو طالبانو ته د دفتر پر پرانېستو او ځينو نورو مسايلو خبرې وکړي.

دا څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وکړې.ده ددې سفر کره نېټۀ ونه ښوده ، خو ويې ويل ، چې دا سفر د قطر د امير په بلنه تر سره کيږي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، امريکا او المان په ١٣٩٠ کال کې د بن نړيوال کنفرانس په څنډه کې  سره هوکړه وکړه، چې د طالبانو لپاره به په قطر کې دفتر پرانېزي.

وروسته افغان دولت د دفتر له پرانېستلو سره موافقه وښوده او طالبانو هم ومنله، چې په قطر کې يې د   دفتر د پرانېستو لپاره له ځينو نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.

تېر کال ‌طالبانو او امریکایي چارواکو په قطر کې سره خبرې هم وکړې، خو وروسته طالبانو وویل، چې له امریکایانو سره یې له دې امله خبرې وځنډولې، چې هغوی په خبرو کې رښتیني نه دي.

د افغانستان حکومت وايي، چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانېستو لپاره بايد د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه لاسليک شي . دغه راز افغان حکومت ويلي، دغه دفتر به هغه مهال پرانېستل شي ، چې طالبان جګړه وغندي او له دولت سره خبرو ته چمتوالى اعلان کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په نننۍ خبري ناسته کې يو ځل بيا وويل ، چې ياد شوي شرطونه پر خپل ځاى دي.    

موسی زي زیاته کړه:”دا باید ووایم چې د افغانستان موقف په قطر کې طالبانو ته د یوه دفتر د جوړېدو په اړه بدلون نه دی موندلی. که دا دفتر جوړېږي، نو موخه یې یواځې او یواځې د مستقیمو اړیکو د اسانتیا برابرولو لپاره ده. دا دفتر به د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو په موخه جوړ شي او فعالیت به کوي.”

طالبانو تردې مهاله له افغان دولت سره خبرې رد کړې دي، خو په افغانستان کې د روان کړکېچ د حل لپاره یې له نړیوالې ټولنې سره د “افهام او تفهیم” لپاره په قطر کې د دفتر جوړېدو ته چمتووالی ښودلی.

د امریکا متحده ایالتونو او انګلستان هم له دې دفتر څخه ملاتړ کړی دی.

د افغانستان حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې هڅه کوي، چې طالبان له دولت سره خبرو ته چمتو شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز په نننۍ خبري ناسته کې وویل ، چې د ولسمشر په سفر کې به له قطري چارواکو سره په کابل کې د ددې هېواد د سفارت د پرانېستلو خبره هم مطرح شي.

موسی زی وایي ، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره دغه سفارت اړین دی.

دده په خبره، د قطر او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاري او دغه هېواد ته دافغان کارګرو لېږل به هم د ولسمشر او قطر د چارواکو د خبرو په اجنډا کې شامل وي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.