Language

د تورخم دروازه بېرته خلاصه شوه

جلال اباد (پژواک ٥ ورى ٩٢): د سرحدي پوليسو چارواکي وايي، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو د تورخم دروازه بېرته د ټولو مسافرو پر مخ پرانيسته.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو نن (د وري ٥مه) سهار مهال دا دروازه يواځې د هغو افغانانو پر مخ پرانيستې وه، چې قانوني اسناد يې درلودل، خو چا چې قانوني اسناد نه لرل، د تګ راتګ اجازه يې نه ورکوله.

په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال محمدايوب حسن خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني ځواکونو نن تر غرمې وروسته د ټولو مسافرو پر مخ تورخم دروازه پرانيسته.

هغه زياته کړه، چې له سهاره تر غرمې پر ياده دروازه هغه چا تګ راتګ کولى شواى، چې پاسپورټ او يا يې هم شناختي کارډ درلود، خو اوس بېرته د خبرو له لارې دغه دروازه  خلاصه شوه.

دى وايي، چې د تورخم دروازه يې په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته پرانيستې ده.

په تورخم کې هټۍ وال خاکسار پژواک ته وويل، چې تر غرمې پورې دروازه تړل شوې وه، وروسته له غرمې بېرته پرانيستل شوه.

د ده په وينا، په سلګونو خلکو تر غرمې انتظار وکړ او وروسته د دروازې تر خلاصېدو بېرته له پولې واوښتل.

د يادونې ده، چې پر تورخم دروازه هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي، خو بايد وويل شي، چې له دغه شمېر يواځې لسګونه يې قانوني اسناد لري.

له تېرو څو مياشتو راهيسې پاکستاني سرحدي ځواکونه په وقفه يي ډول دغه دروازه کله تړي او که يې پرانيزي.