لښکرګاه ( پژواک ٥ ورى ٩٢ ) : د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې د پوليسو ديوه قوماندان په ګډون دوه تنه ووژل شول.
د هلمند د والي وياند محمد عمر ځواک د وري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا نهه نيمو بجو د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور سيمې د امير بلند په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه د پوليسو په يوه موټر هغه مهال وشوه، کله چې د کوکنارو دکښت داړولو کمپاين لپاره روان و.
ځواک وويل ، چې په دې چاودنه کې دپوليسو ديوې پوستې د قوماندان په ګډون دوه پوليس وژل شوي او يو تن ټپي دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي نياز محمد پژواک اژانس ته وويل ، چې د پوليسو وژل شوى قوماندان محمد ولي نومېده او په سيمه کې يې ډېر شهرت درلود.
د نوموړي په وينا، محمد ولي د وسله والو طالبانو پر ضدپه ټولو پوځي فعاليتونو کې پراخه ونډه درلوده .
وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې چاودنه کې شپږ پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.